هرات (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٦): د هرات چارواکي وايي چې د چين يوه پلاوي د هرات د مرمرو د ظرفيت څېړنې او صادراتو په موخه دغه ولايت سفر کړى او هڅه کوي چې په دغه برخه کې پانګونه وکړي .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل: (( دغه پلاوي د هرات د مرمرو کان مطالعه کړ او ټاکل شوې چې په لومړي ځل د مرمرو ډبرې چين او بيا اروپايي هېوادونو ته ولېږل شي .))
دغه چينايي پلاوى په داسې حال کې هرات ته سفر کوي چې پنځه ورځې مخکې ولسمشر غني دغه ولايت ته د سفر پرمهال ويلي و چې ډېر ژر به د پنځه ميليون په ارزښت د مرمرو ډبرې چين ته صادرې شي .
بلخوا د هرات د کانونو رييس حبيب الله تېموري پژواک ته وويل چې په هرات کې څلور ډوله د مرمرو ډبرې تشخيص شوي چې له لوړ کيفيت څخه برخمنې دي .
ده وويل :(( د هرات مرمر د نړۍ له غوره او خوښ لرونکو ډبرو څخه دي چې څو ځله يې د نړۍ په ٥٢هېوادونو کې لومړى مقام ګټلى دى.))
د هرات د مرمرو کان ددغه ولايت د مرکز هرات ښار ختيځ لورته په ١٢٥کيلومترۍ کې پروت دى چې د اوبه له ولسوالۍ پيل او د چشت شريف تر ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن