ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا او هلمند کې ۲۰ وسله وال وژل شوي

28 Aug 2017 - 12:12
28 Aug 2017 - 12:12

ښرنه- لښکرګاه (پژواک، ٦ وږى ٩٦): په پکتيکا او هلمند ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د پکتيکا سرپرست امنيه قوماندان دادالله خان هوتک د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مټاخان ولسوالۍ اړوند د تودې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

نوموړي دا هم وويل چې د اورګون ولسوالۍ په دني سيمه کې د خپل ماین چاودنې درې طالبان وژلي او درې نور یې ټپيان کړي دي.

دغه راز هوتک وايي چې تېره شپه په ګيان ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو او سرحدي پوليسو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو د يو سرګروپ مومن په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د هوتک په وينا، په دې جګړه کې دوه سرحدي پوليس هم وژل شوي دي.

د ګيان اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې له امله يوه ښځه وژل شوې او درې ماشومان ټپيان دي.

وسله والو طالبانو د ګيان او مټاخان ولسواليو په اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په اورګون او خوشامند ولسواليو کې طالبانو ګڼو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې ده.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې دغه پېښه د ګرمسېر ولسوالۍ په ماجتک سيمه کې شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د يو قوماندان ملا محبوب په ګډون پنځه وسله وال طالبان ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version