ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د ټاکنو د مرکزونو سروې بشپړه شوه

7 Sep 2017 - 11:40
7 Sep 2017 - 11:40

ګردېز (پژواک، ١٦ وږى ٩٦): په پکتيا کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز مسوولين وايي چې د راتلونکو ټاکنو د رايې اچونې د مرکزونو سروې بشپړه شوې او مرکزونه يې مشخص شوي دي.

د پکتيا د ټاکنو کمېسيون مشر ظاهر اکبري د وږي په ١٦مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې کابو  ۹۸ سلنه سروې د مسوولو ټيمونو له خوا په مرکز ګردېز او ټولو ١٣ ولسواليو کې ترسره شوې ده.

اکبري وويل چې په ټاکنو کې له پرمختللې ټکنالوجۍ کار اخيستل کېږي او په دې سروې کې يې هم له ټکنالوجۍ کار اخيستى دى.

دی وايي: ((هغه مرکزونه چې په شخصي ځايونو کې وو، د مرکزي کمېسيون د طرزالعمل له مخې عام المنفعه او امن ځايونو ته انتقال شوي دي. په هر قيمت چې وي، انتخابات بايد شفاف او ولس ته د منلو وي.))

اکبري د رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د خلکو پر مرسته ټينګار وکړ او ويې ويل چې ډېرو قومي مشرانو او ځوانانو ورسره په دې برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې ده.

نوموړي د پکتيا پرېس کلب خبريالانو ته په ټاکنو کې کارېدونکی GPS او د ټکنالوجۍ سيستم هم وښود او په خبره يې چې د روڼوالئ په رامنځته کولو کې اغېزناک دی.

اکبري د ټاکنو امنيت هم جدي مسئله ياده کړه او ويې ويل چې په اړه يې له امنيتي ادارو سره دوامداره ناستې لري.

هغه زياته کړه: ((شفافې ټاکنې ډېرې مهمې دي او کمېسيون په سم ډول د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی؛ له خلکو غواړو چې له موږ سره په دې پروسه کې مرسته وکړي او په ټاکنو کې هم پراخ ګډون وکړي.))

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۷ کال د چنګاښ مياشتې په ۱۶مه نېټه ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version