ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار نوي مستوفي دنده پیل کړه

17 Sep 2017 - 16:53
17 Sep 2017 - 16:53

جلال اباد (پژواک، ٢٦ وږی ۹۶): د ننګرهار نوی مستوفي وايي چې خپل کار به د فساد پر ضد له مبارزې پیلوي او دغه راز به د عوايدو د فرار مخنيوي ته په کاري لومړيتوب کې ځای ورکړي.

عبدالله رقيبي چې د ننګرهار د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی، د وږي په ۲۶مه يې د کار د پيل په غونډه کې دغه ژمنې وکړې او ويې ويل چې د ننګرهار مستوفيت د عوايدو لوړوالي ته به هم خاصه پاملرنه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((زما فکر او کاري پلان به په دې باندې متمرکز وي چې موږ څنګه د عوايدو د ضايعه کېدو او د عوايدو د فرار مخنيوی وکړو، دا ډيره مهمه خبره ده، بله مهمه خبر دا ده، چې د فساد پر ضد موږ خپله مبارزه څنګه ګړندۍ کړو.))

رقيبي وايي، د عوايدو په لوړوالي او د عوايدو د فرار د مخنيوي په برخه کې د مستوفيت د کارمندانو، اصنافو او سوداګرو او د ولايت مقام مسوولينو همکاري اړينه ده او د دوی له همکارۍ پرته نه عوايد لوړېدی شي او نه د عوايدو د فرار مخنيوی شونی دی.

د ننګرهار نوی مستوفي ډاډ ورکړ چې د عوايدو د لوړوالي په خاطر به د دغه ولايت نوې احصائيه جوړوي، د دوکانونو، سوداګريزو شرکتونو جايدادونو او نورو نوې احصائيه به اخلي چې دا چاره هم د عوايدو په لوړېدو کې مرسته کولی شي.

د ننګرهار پخواني مستوفي او د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال محمد عالم اسحاقزي د ماليې وزارت د دغه اقدام ستاينه وکړه چې په خبره يې يو ښه او پر کار پوه شخص يې ننګرهار ته د نوي مستوفي رالېږلى دى.

پخواني مستوفي ومنله چې پخوا د عوايدو فرار موجود و؛ خو وايي اوس دغه چاره تر ډيره کنټرول شوې ده.

د ننګرهار د اصنافو د اتحاديې مرستيال او د سوداګرۍ خونې استازي عزيز الرحمن عرب وويل چې نوی مستوفي بايد لومړنۍ اړتياوې په نظر کې ونيسي، لومړى دې لومړني کارونه او بيا په تدریجي ډول نورې چارې تنظيم کړي.

هغه د اصنافو او سوداګرو په استازۍ ډاډ ورکړ چې  دوى ورسره د عوايدو په لوړوالي کې همکار دي خو ټينګار يې وکړ چې مستوفي بايد د چارو روڼوالي ته ډېره پاملرنه وکړي.

ننګرهار کې نوی مستوفي په داسې حال کې دنده پيلوي چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې يوازې يوه مستوفي په دغه ولايت کې دنده ترسره کړې چې تر ډطره يې خلکو له کارونو شکايت درلود.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version