کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): افغانستان د لوبو ودې ته څلور کلن پلان جوړوي او د المپیک اسیایي شورا پلاوی د ملي المپیک شورا د مجمع او تګلارې جوړېدو او ټاکنو ته د لارو چارو برابرولو په موخه کابل ته راځي.
دغه څرګندونې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او د المپیک اسیایي شورا مشر شیخ احمد الفهد الصباح تېره ورځ د ترکمنستان په پلازمېنې عشق اباد کې د ليدنې پر مهال کړې دي.
دغه سيالۍ چې نږدې دوه سوه افغان لوبغاړي هم په کې برخه لري او تېره ورځ يې يو د سرو او بل د سپينو زرو مډالونه هم ترلاسه کړل، تېره ورځ په عشق اباد کې پيل شوې دي.
په دې سياليو کې چې تېره ورځ پيل شوې د ٦٤ هېوادونو لوبغاړي په ٢١ بېلابېلو لوبو کې برخه لري او لس ورځ به دوام ولري.
د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې د المپیک اسیایي شورا مشر له ولسمشر غني څخه مننه وکړه چې د يادو لوبو د پرانيستې په مراسمو کې يې برخه واخيسته.
دغه راز هغه ولسمشر غني ته په دغو سیالیو کې د افغان لوبغاړو د مډالونو ګټلو مبارکي وویله.
د المپیک اسیایي شورا مشر وويل چې لوبې د ملتونو تر منځ د يووالي لامل ګرځي او د همدې لپاره دوى هر ډول همکاریو ته چمتو دي چې لوبې وده وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني په يادو نړيوالو اسيايي لوبو کې د افغان لوبغاړو په بریا او د مډالونو پر ګټلو خوښي وښوده او د دغو لوبو ګډون کوونکو ټولو لوبغاړو ته یې د لا بریا هیله وکړه.
محمد اشرف غني ويلي، په پام کې لري چې په افغانستان کې د لوبو د ودې په موخه بودجه ځانګړې او د لوبو څلور کلن پلان جوړ کړي.
ده د المپیک اسیایي شورا مشر ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د ملي المپیک شورا د مجمع جوړولو، تګلارې برابرولو او شفافو ټاکنو د ترسره کولو په موخه کابل ته خپل پلاوی واستوي.
د هغه په وينا، د افغانستان حکومت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او د لوبو په بی پلوۍ ټینګار کوي.
شیخ احمد الفهد الصباح له ولسمشر غني مننه وکړه چې په ترکمنستان کې اسیایي لوبو کې د ګډون په موخه یې افغان لوبغاړو ته بودجه برابره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن