ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د بیارغونې پنځه پروژې پلې کېږي

19 Sep 2017 - 18:02
19 Sep 2017 - 18:02

خوست- ميدانښار (پژواک، ۲۸ وږی ۹۶): په خوست کې د پنځو پروژو چارې پیل او بلخوا بیا په ميدان وردګو ولايت کې د لسو پروژو قرادادونه لاسليک شول.

په خوست کې يادې پنځه پروژې چې د کليو او پراختيا رياست له خوا پلې کېږي، د خوست مرکز اړوند مرديخلو سیمه او د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې پلې کېږي چې د مسوولينو په وينا چې په دغو پروژو د کلیو او پراختیا وزارت له لوري پرې ۱۴،۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

د خوست والي حکم خان حبيبي د وږي په ٢٨مه د دې پروژو د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پروژو کې د ۲۳۷ مترو په اندازه استنادي دېوال، د ۸۷ مترو په اوږدوالي سربندونه او يوه ژوره څاه  شامله ده.

حبيبي دغه پروژې د کرنې په ځانګړي ډول د اوبو رسولو په برخه کې ډېرې مهمې وبللې او زياته يې کړه چې په دې سره به په کرنيزو محصولاتو کې زياتوالی راشي.

هغه وايي: ((د دغو پروژو په تکميل سره به سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه شي او ورسره به هغه ځمکې هم له سره ابادې شي چې سېلابونو زيانمنې کړې وي. دغه راز د ژورو اوبو څاه به ۳۵۰ کورنيو ته د څښلو پاکې اوبه ورکړي.))

د محمدعلي په نوم د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې سېلابونو يوازې د ده پنځوس جريبه ځمکه وړې، خو اوس له دې وروسته به يې ځمکه د سېلاب له خطر څخه وژغورل شي.

د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې د ٢٥ ميليونه افغانيو په لګښت د لسو پروژو تړونونه    لاسليک شول.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل پژواک اژانس ته وويل چې دا پروژې د ولايت د مرکز ميدان ښار، چک او د بهسودو لومړۍ حصې ولسواليو کې پلى کېږي.

هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې د سربندونو، کانالونو، ښوونځيو ودانۍ، پلونو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.

منګل وايي چې د دې پروژو د پلي کولو تړونونه د والي انجنير ځنډي ګل زماني، د کليو د پراختيا رييس انجنير خالد رحماني او د سيمه ييزو پرمختيايي شوراګانو تر منځ لاسليک شول.

د والي وياند وويل چې د دې پروژو کارونه به په يوه کال کې بشپړې شي او د يادو سيمو شاوخوا دوولس زره کورنۍ به ترې ګټه واخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version