ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په قلعه فتح الله کې ځانمرګي برید پنخه کسان وژلي او شل نور ټپیان دي

29 Sep 2017 - 14:37
29 Sep 2017 - 14:37

درېیم تعقیب- کابل (پژواک، ۷ تله ۹۶): د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې ځانمرګي برید پنځه کسان وژلي او شل نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه برید کې چې نن شاوخوا دوه بجې د کابل ښار د قلعه فتح الله پر اووم سړک وشو، پنځه کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

دانش د دې خبرې تر څنګ چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي، زیاته کړه چې په ساحه کې یو شکمن کس هم نیول شوی دی.

د پژواک خبریال له ساحې د عیني شاهدانو له خولې وايي چې بریدګر درې کسان وو، یوه یې د حسینیه جومات په شل مترۍ کې ځان ته چاودنه ورکړه، یو کس د پولیسو له لوري نیول شوی او درېیم په تېښته بریالی شوی دی.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د نورو جزئیاتو لپاره پژواک تعقیب کړئ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version