ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د پاکستان استخباراتي اداره له ترهګرو سره اړيکې لري

4 Oct 2017 - 11:57
4 Oct 2017 - 11:57

واشنګټن (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : امريکا وايي چې د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ تر وروستي اقدام مخکې به له دغه هېواد سره يو ځل بيا د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې  وکړي.

دغه څرګندونې د امريکا دفاع وزير جيمز مټيس او د امريکا د وسله والو ځواکونو اعلى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي.

دفاع وزير ويلي : (( که چېرې په دې اړه زموږ ټولې هڅې ناکامې شوې، نو ولسمشر ټرمپ به د پاکستان پر وړاندې اړين اقدامات کوي.))

د يادونې ده چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سوېلي اسيا په اړه په خپله اعلان شوې تګلاره کې پاکستان د ترهګرو پر ملاتړ تورن کړى و او له پاکستانه يې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د ډېرو اقداماتو غوښتنه کړې وه.

ټرمپ ويلي : (( پاکستان ته موږ ميلياردونه ډالر ورکړي، خو پاکستان هغو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې چې موږ ورسره په جګړه کې بوخت يو.))

د واشنګټن سرچينې وايي، امريکا به په خپل وروستي اقدام کې په  پاکستان کې د بې  پيلوټه الوتکو بريدونه زياتوي او پاکستان به له غير ناټو اتحادي لېسته څخه اوباسي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو اعلى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته ويلي، دى باوري دى چې د پاکستان استخباراتي اداره ( اى اېس اى) له ترهګرو ډلو سره اړيکې لري.

دفاع وزير جيمز مټيس دغه راز ويلي،امريکايي ځواکونه بايد په افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکړي او که دوی له دې سيمې ووتل، امريکا ته به جدي خطرونه جوړ شي.

 نوموړي د مشرانو جرګې استازو پوښتنو ځوابونه ورکړل او د ټرمپ د نوې تګلارې په اړه يې معلومات ورسره شريک کړل.

هغه زياته کړه: (( د ټرمپ په نوې تګلاره کې پر پاکستان ډېر تمرکز دی او زموږ موخه دا ده چې دغه هېواد د ترهګرۍ ملاتړ پای ته ورسوي. ))

دفاع وزير دا هم ويلي چې په نږدې راتلونکې کې به پاکستان ته سفر وکړي او له پاکستانيو چارواکو سره به د ترهګرو د له منځه وړلو پر مسئله خبرې وکړي.

امريکا د پاکستان په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف تېره ورځ واشنګټن ته رسېدلى او ټاکل شوې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ټېلرسن سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او د افغانستان په اړه خبرې وکړې. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version