جلال اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : چارواکي وايي چې د ننګرهار او لغمان ولايتونو په عملياتو او نښتو کې ١٥ داعش او طالب وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د تلې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د اچين ولسوالۍ په باندر سيمې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه،په دې بريدونو کې د داعش ١١ وسله وال وژل شوي او د هغوى يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوې دي.
بلخوا په ختيځ کې د سيلاب قول اردو له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د سيلاب نمبر ٨ عملياتو کې د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، د دغو عملياتو پر مهال د اليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته فعاله شوې او په بله سيمه کې هم د پوستې جوړولو هڅه کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي،په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو او عامو خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن