ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا او کونړ کې ١٥٠ کيلو ګرامه نشه يي توکي نيول شوي

4 Oct 2017 - 15:40
4 Oct 2017 - 15:40

ښرنه، اسعد اباد  (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : د پکتيکا ولايت ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال ۱۳۰ کيلو ګرامه چرس او دوه  قاچاق وړونکي نيولي دي.

په دغه ولايت کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال عزيز الله کاروان د تلې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن يې د ځانګړو کشفي معلوماتو پر اساس، ۱۳۰ کيلو ګرامه چرس له يو ټيوټا ډوله موټر او دوو قاچاق وړونکو سره يو ځاى نيولي دي.

د نوموړي په وينا، له نيول شوو کسانو پوښتنې روانې دي.

هغه زياته کړه، په دې برخه کې د پخوا په پرتله ورسره د خلکو همکاري زياته شوې چې له مخې يې دوی تل لاسته راوړنې لري.

د پکتيکا امنيه قوماندان جنرال محمدعظيم هاشمي هم پژواک سره په خبرو کې وويل، دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې دنشه يي توکو په پير ، پلور او قاچاق لاس پورې کړي.

هغه زياته کړه،پکتيکا کې دنشه يي توکو کر صفر دی، خو هغه کسان چې روږدي دي له نورو ولايتونو څخه په قاچاقي ډول ورته نشه يي توکي را وړل کيږي چې دوی يې د مخنيوي ژمنه کوي.

 د يو بل خبر له مخې په کونړ ولايت کې هم ملي پولیسو ۲۵ کیلوګرامه تاریاک نیولي دي.

د کونړامنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت پژواک ته وويل، چې دا توکي د شیګل ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د پوليسو لخوا د تالاشۍ پر مهال له يوه بې اسناده موټر څخه نيولي دي.

هغه زياتوي، چې دې توکو سره د تړاو په تور يو تن نيول شوى.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version