ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرور دانش: افغان حکومت هېڅکله نه دي غوښتي د کړکېچ او ګواښ عامل واوسي

15 Nov 2017 - 20:04
15 Nov 2017 - 20:04

عشق اباد (پژواک،٢٤لړم٩٦): د افغانستان په اړه د سيمه ييزې ملګرتيا غونډه نن سهار د ترکمنستان په عشق اباد ښار کې پيل شو او ډېرى ګډونوالو د ريکا په چوکاټ کې د ټرانزيټ، ټرانسپورټ او سوداګرۍ، د مېرمنو توانمندولو او د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ملګرتيا پر پياوړتيا ټينګار وکړ.

په دغه غونډه کې د سيمې او نړۍ هېوادونو له ٣٠ ډېر د بهرنيو چارو وزيرانو او د ٢٥سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړى دى.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په خپلو خبرو کې وويل، د ريکا په اومه غونډه کې له ٦٠ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو شتون، له ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره د لاډېرې سيمه ييزې ملګرتيا د پياوړتيا او په سيمه کې له شته اقتصادي او سياسي موکو څخه د غوره کار اخيستنې په برخه کې ګډ مسووليت ته ستاسو د ژمنيا ښودنه کوي.

هغه زياته کړه، په څو تېرو کلونو کې د افغان حکومت يو مهم لومړيتوب، د سيمه ييزې اقتصادي ملګرتياوو پياوړتيا ده او په دې برخه کې په سيمه ييزه او لويې وچې په کچه د ټرانزيټ او سوداګرۍ د مرکز په توګه فعال رول لوبولو ته ژمن دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ريکا چوکاټ په ٢٠٠٥ کال کې له خپل جوړښت سره هممهال توانېدلى چې د انرژۍ، ټرانسپورټ، سوداګرۍ، ټرانزيټ، مخابراتو او اړيکو، د خصوصي سکتور د پياوړتيا او کارګرو د استولو په شان مختلفو برخو کې د ملګرتيا او خبرو اترو لپاره يوه مناسبه زمينه رامنځ ته کړي.

دانش د لاجورد لارې د هوکړه ليک لاسليک ته په اشارې سره چې د ريکا غونډې په څنډه کې د پنځو غړو هېوادونو ترمنځ لاسليک کېږي، وويل چې دغه هوکړه ليک د ټرانسپورټ او ټرانزيټ به برخه کې د يوه ډېر مهم او اغېز لرونکي سند په توګه په سيمه ييزه کچه د افغان حکومت د ګډو هڅو يوه څرګنده بېلګه ده.

د ده په وينا، شک نشته چې د دغه مهم هوکړه ليک عملي کېدل به د اور-اسيا په حوزه او له افغانستان، ترکمنستان او له خزر سمندر څخه تر اروپا پورې د يوې منظمې او منسجمې ټرانزيټي او ټرانسپورټي شبکې له جوړولو سره مرسته وکړي او د سيمې او له سيمې ورهاخوا خلک به هغو له سترو اقتصادي اغېزمو څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، بايد د سيمه ييزې ملګرتيا او سازمانونو په چوکاټونو کې د سيمه ييزې هڅو او فعاليتونو ترمنځ همغږي ښه شي او شک نشته چې د ريکا چوکاټ په دې برخه کې رغنده رول لوبولاى شي.

سربېره پردې بايد د خصوصي سکتور ودې په ځانګړې توګه د ښځو اقتصادي پياوړتيا ته جدي پاملرنه وشي.

دانش وويل، افغانستان د سيمه ييزې همپالنې د مرکز او د مرکزي او سويلي اسيا  او منځني ختيځ د نښلوونکې څلورلارې په توګه د ګډې سيمه ييزې ليدتوکي د تحقق په لړ کې فعالې ونډې اخيستو ته چې د تلپاتې ټيکاو او هوساينې خونديتوب دى، کلک ژمن دى او د ريکا په چوکاټ کې د افغانستان چورليزي رول او دغه راز د اسيا د زړه پروسه د دغه ادعا تاييد دى.

هغه دغه راز وويل، د ټولو ملګرتياوو اصلي او بنسټيزه موخه، په سيمه کې دوو موخو ته رسېدل دي چې تلپاتې ټيکاو او امنيت خونديتوب، د بې وزلۍ کمېدل او د خلکو هوسياينه ده.

د ولسمشر دويم مرستيال دغه راز وويل، افغانستان خپل مهم سټراټيژيک او جيوپوليټيک موقعيت ته په پام سره يې، هم د سيمې د هېوادونو لپاره يوه موکه  کېداى شي او هم د بې ثباتۍ او کړکېچ  يو ګواښ او عامل کېداى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version