ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په پروني بريد کې دوو ژورنالېستانو ته مرګ ژوبله اوښتې

17 Nov 2017 - 11:09
17 Nov 2017 - 11:09

کابل(پژواک، ۲۶لړم۹۶): د کابل ښار په پروني ځانمرګي بريد کې د راه فردا تلوېزيون يو کامرمين وژل شوى او خبرنګار يې ټپي دى .

 دغه ځانمرګى بريد تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل ښار د لب جر سيمه کې د قصر نوين  د ودونو د سالون مخې  ته وشو چې له امله يې ١٤تنه وژل شوي او ١٨نور ټپيان دي .

 د راه فردا تلوېزيون يوه خبريال هادي سحر پژواک ته وويل : (( تېره ورځ زموږ خبري ډله د عطامحمد نور په پلوۍ د غونډې خبري پوښښ ته تللې وه .))

 د هغه په خبره، د غونډې له پاى ته رسېدو وروسته چې کله بريد کيږي نو ددوى کامرمين حسين نظري وژل کيږي او خبريال يې محمد تقي ټپي کيږي چې تقي اوس په روغتون کې دى .

 سحر وايي: ((نظري تکړه کامرمين و، ښه استعداد يې درلود. واده يې کړى و او دوه اولادونه لري.))

 بلخوا د خبريالانو د مدافع بنسټونو  په پروني بريد کې د رسنيو د کورنۍ د دوه کارمندانو مرګ ژوبله غندلې او له حکومته يې د خبريالانو د امنيت د خونديتوب غوښتنه کړې ده .

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version