ګردېز(پژواک،٢٦لړم٩٦): سيمه ييز مسوولين وايي چې په ګردېز کې يې د وسله والو مخالفينو يو موټر بم له منځه وړی او له دې سره يې د لويې چاودنې مخه نيولې ده.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام امنيتي ځواکونو د کشفي اطلاعاتو او په وسله والو کې د خپلو نفوذي کسانو د معلوماتو پر اساس د ګردېز اړوند په چوڼۍ سيمه کې هغه رېنجر موټر نيولی او چاودنه يې ورکړې چې مخالفينو ورڅخه د ترهګريز بريد په موخه د ګټې اخيستو هوډ درلود .
حسرت وويل چې وسله والو غوښتل له ياد موټر څخه په استفاده په ګردېز کې لوی بريد ترسره کړي.
دی وايي: ((وسله والو مخالفينو يو ځل بيا هڅه کوله چې د رېنجر موټر څخه په استفادې غير انساني او وحشيانه عمل تر سره او وطنوال مو بيا د غم په ټغر کېنوي، خو الحمدالله مخکې له مخکې يې مخه ونيول شوه.))
د پکتيا والي شميم ګټوازى، چې يادې سيمې ته د موټر بم د له منځه وړلو عملياتو ته ورغلی و، د امنيتي ځواکونو زړورتيا وستايله او ويې ويل چې ټول هېوادوال د پرديو په شومو موخو او د پلي کوونکو په ناسمو نيتونو پوه دي او د خپلو سرتېرو ملاتړ کوي.
کټوازی وايي چې يادې سيمې ته يې د ورتلو هدف امنيتي ځواکونو ته مورال او ډاډ ورکول دي.
تېره مياشت هم وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو له نظامي وسايطو په ګټې اخيستنې په ګردېز کې لوی بريدونه ترسره کړل او بې سارې مرګ، ژوبله يې واړوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن