کابل(پژواک،٢٨لړم٩٦):مشرانو جرګې د رايو په اتفاق د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د ځينو برخو د تعديل په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان تاييد کړ.
عدليې وزارت د ١٣٩٢ کال د وري په مياشت کې په ٧څپرکو او ٣٩مادو کې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون مسوده د تصويب لپاره ولسي جرګې ته وسپارله، ياد شوې جرګې د يوې مياشتې په اوږدو کې ددغې طرحې ټولې اختلافي مادې تصويب کړې.
خو د ١٣٩٣کال د تلې په مياشت کې د ولسمشر له خوا د دغه قانون له توشيح وروسته د هېواد په مختلفو برخو کې پراخ اعتراضونه وشول او په برېښنايي تذکرو کې يې د" مليت" او "ملت" د کلمو ليکلو غوښتنه وکړه.
له اعتراضونو وروسته د تېر کال د کب د مياشتې په ١٢مه نېټه د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې د تعديل طرحه د ولسمشر تقنيني فرمان له مخې توشېح شوه.
ددغه فرمان له مخې، په برېښنايي تذکرو کې پر دين سربېره، د ملت(افغان)، د خلکو مليت(پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او نور...) هم ليکل کېږي.
ولسي جرګې د روان کال د لړم په ٨مه دغه فرمان رد کړ.
د مشرانو جرګې د امنيتي چارو د کمېسيون مشر محمد هاشم الکوزي چې نن يې د دغې جرګې په عمومي غونډه کې، ياد شوې جرګې ته د نفوس د احوالو د ثبت قانون د ځينو مادو د لرې کېدو او تعديل په اړه د ولسمشر د ٢٤٢فرمان په اړه معلومات وړاندې کول وويل چې ددغه فرمان له مخې په برېښنايي تذکرو کې د ملت او مليت پر کلمو سربېره د دين کلمه هم ليکل کېږي.
هغه زياته کړه چې په ګډو ناستو کې دغه موضوع ټولو دايمي کمېسيونونو تاييد کړې ده چې د عمومي ناستې تاييد ته اړتيا لري.
بالاخره دغه موضوع رايې اخيستنې ته وړاندې شوه چې په پايله کې د جرګې د غړيو له خوا د رايو په اتفاق سره چې شمېر يې ٤٧تنو ته رسېده تاييد شوه.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د جرګې له غړو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې ددغه فرمان په تاييد سره په تذکرو کې د ملت، مليت او دين کلمې ليکل کېږي او په دې کار سره به د برېښنايي تذکرو د وېش اداره خپلواکه شي.
د اساسي قانون د سلمې مادې له مخې، کله چې د يوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د حل لپاره د دواړو جرګو له غړو څخه په مساوي شمېر ګډ پلاوى جوړېږي.
د مشرانو جرګې رييس په نننۍ ناسته کې ددغې جرګې ٧غړي ګډ پلاوي ته معرفي کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن