ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز دشت ارچي کې زرګونه طالبان فعالیت لري

20 Nov 2017 - 16:35
20 Nov 2017 - 16:35

کندوز (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): د کندوز د دشت ارچي ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې زرګونه طالبان فعاليت کوي؛ ځکه په نورو سيمو کې چې هم جګړه وي مرستندوی طالبان له دغه ځايه ورځي خو د دغه ولايت امنيتي چارواکي دا خبر ردوي.

د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي د لړم په ٢٩مه خبريالانو ته وويل چې د استخباراتي معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې شاوخوا څلور زره طالبان فعاليت کوي.

هغه زياته کړه: ((په هره سيمه کې چې جګړه شي، له دغه ځايه کومکي طالبان ورځي.))

ده وويل چې دشت ارچي تر ټولو نا امنه ولسوالي ده چې له امله يې په تېرو څو کلونو کې د رغونې چارې هم په کې نه دي ترسره شوې.

هغه وويل چې په دشت ارچي کې د امنيتي ځواکونو شمېر د طالبانو پر وړاندې څو برابره کم دى.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((پخوا دلته داعش و خو اوس داعش نشته او يواځې طالبان دي.))

ولسوال پر حکومتي چارواکو غږ وکړ چې د دې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي بيا د ولسوال څرګندونې رد کړې او ويې ويل چې په ټول کندوز کې شاوخوا دوه نيم زره طالبان فعاليت کوي.

هغه پژواک ته وويل چې د دشت ارچي امنيتي وضعيت اوس د قناعت وړ دى او ډېرې ستونزې په کې نشته دي.

دشت ارچي د کندوز ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې دى چې ډېرې سيمې یې د طالبانو په لاس کې دي او کله نا کله په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې هم کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version