جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۶): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د برخې مسوولين وايي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ۸۷ سلنه لوړه شوې او لا هم دغه کچه زياتېدونکې ده.
د دې برخې مشرې منيرې اخوندزاده دا څرګندونې د لړم په ٢٩مه په جلال اباد ښار کې د څلورو ولايتونو (ننګرهار، کونړ، لغمان او باميان) مسوولينو او د ښځو د حقونو فعالانو په يوه ګډه غونډه کې د وينا پر مهال وکړې.
په دې غونډه کې چې د يادو ولايتونو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمېسيونونو استازو علمي سير ته ځانګړې شوې ده، د څلورو واړو ولايتونو مسوولين په کې د اړوندې برخې خپلې تجربې له يو بل سره شريکوي.
منيرې اخوندزاده وويل چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی په ټوله نړۍ کې شته او د نړۍ ۳۰ سلنه ښځې يې قرباني دي.
هغې زياته کړه چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه تر ۸۷ سلنه لوړه ده او لا هم ياده چاره مخ پر زياتېدو ده.
د منيرې اخوندزاده د معلوماتو له مخې، ملګري ملتونه د افغان مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په خاطر له افغان حکومت او دلته له نورو موسساتو سره همکاري کوي، څو د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شي.
خو د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ مسلکي معينه سپوږمۍ وردګ چې دې غونډې ته راغلې وه، د ملګرو ملتونو د استازې دغه اندېښنه بې بنسټه ياده کړه.
هغې وويل، تر اوسه داسې دقيقه سروې نه ده موجوده چې څومره افغان مېرمنې د تاوتريخوالي ښکار دي؛ خو ټينګار يې وکړ چې تر پخوا د ښځو د حقونو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی.
مېرمن وردګ زياته کړه: ((په هر ولايت کې ښځې رييسانې شته، وزيرانې شته، سفيرانې شته، د مامورينو او معلمانو خو بېخي شمېر زيات دی، ډېر پرمختګ شوی دی.))
د ننګرهار د ښځو چارو رييس انيسې عمراني هم تاييد کړه چې په ننګرهار کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې او دندو ته د لاسرسي په برخه کې يې هم ستونزې ډېرې دي.
د هغې په وينا، روان کال ورسره د ښځو د تاوتريخوالي سلګونه پېښې ثبت دي خو وايي، په دې تړاو بشپړ جزئيات به څو اوونۍ وروسته د ښځو په يوه لويه غونډه کې بيان کړي.
په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت معينې سپوږمۍ وردګ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په برخه کې د ولايتي مسوولينو هڅې نيمګړې وبللې او دوی يې په دې چاره کې پاتې راغلي وبلل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن