کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د افغانستان لپاره د امريکا نوي ټاکل شوي سفير ويلي، دوى ځکه په افغانستان کې دي چې له افغانانو سره د هغوى د راتلونکي لپاره مرسته وکړي.
د امريکا نوي ټاکل شوي سفير جان باس دغه څرګندونې په واشنګټن کې له افغان سفير ډاکتر حمدالله محب سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
هغه زياته کړې، په افغانستان کې کار کولو ته لېوال دی او هيله لري چې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره کار وکړي.
جان باس زیاته کړه، دوی ځکه په افغانستان کې دي چې له افغانانو سره د دوی د راتلونکي په جوړېدو کې مرسته وکړي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفير ډاکتر حمدالله محب پژواک اژانس ته وويل چې له نوي امريکايي سفير سره يې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا پياوړتیا خبرې اترې وکړې.
د نوموړي په وينا، د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو نوي سفیر ته يې د افغان حکومت د همکارۍ د روحيې او د افغانانو د ملاتړ او مېلمه پالنې په اړه ډاډ ورکړ.
ډاکتر محب وايي، د افغانستان اوسنی حکومت د امنیت د ښه والي، له فساد سره مبارزې او د قانون د واکمني په برخو کې کار ته ژمن دی.
جان باس چې څو مياشتې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغانستان لپاره سفير ټاکل شوى و، د امريکا د سنا مجلس له خوا تاييد شوى دى.
ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکې کې هغه په کابل کې خپله دنده پيل کړي، دا په داسې حال کې ده چې د امريکا سرپرست سفير هوګو لاورنس څو ورځې مخکې په کابل کې له افغان چارواکو سره د خداى پامانۍ ليدنې وکړې او له کابل څخه تللى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن