ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بې پولې ډاکټران په موسی کلا ولسوالۍ کې د ماشومانو د زېږون څانګه فعالوي

2 Dec 2017 - 16:56
2 Dec 2017 - 16:56

لښکرګاه (پژواک، ۱۱ لیندۍ ۹۶) د بې پولې ډاکټرانو نړيوال تنظيم مسوولين وايي چې ډېر ژره  به د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د ماشومانو د زېږون يوه څانګه  فعاله کړي.

دغه څرګندونې افغانستان کې د ياد تنظيم ایم د طبي چارو د همغږۍ مسوول ډاکټر وينسټون مولانډا، کي (Winston MULANDA, K ) هلمند ولايت ته د سفر پر مهال د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه مره کې وکړې.

هغه زياته کړه، هڅه کوي ورو- ورو خپل روغتيايي خدمات لومړيتوبونو ته په کتو سره پراخ کړي.

دده په وینا، د مشرانو په غوښتنه د خپلو راتلوونکو پلانونو لومړی کار له موسی کلا ولسوالۍ څخه  پيلوي، چې يوه  مجهز زېږنتون  به هلته جوړ او ديوې مسلکي ډاکټرې سربیره به پنځه قابله ګانې چې وار د مخه هلته کارکوي، ورته مسلکي روزنه ورکړل شي .

ډاکتر وينسټون وايي، چې د اړتيا په صورت کې به هلته نور روغتيايي کارکونکي هم استخدام شي .

د بې پولې ډاکټرانو يا ام اس اف دغه چارواکي وويل، له وړاندې موسی کلا ولسوالۍ کې د عامې روغتیا په چوکاټ کې ځینې نور موسسات په اړونده برخه کې روغتیايي خدمات  ترسره کوي، خو د زېږنتون په برخه کې ستونزې شته .

هغه زياته کړه: (( موږ موسی کلا ځکه انتخاب کړه، چې له لښکرګاه څخه په لرې واټن کې موقعيت لري، د جنګي او نا امنه سیمو څخه د ولادت په تکلیف اخته مېرمنې په خپل ټاکلي وخت مرکز ته نه شي رسیدلی، چې له دې سره بیا دمور او ماشوم مړينې رامنځته کېږي.))

ډاکټر وينسټون  وويل، هغه قابله ګانې چې  په موسی کلا کې به کار کوي لومړى په مسلکي ډول سره په بُست  روغتون کې روزل کیږي، عملي کار به کوي او بیا به هلته لېږل کیږي.

د هغه په وينا، تر روزنې وروسته به دغه قابله ګانې نورمال ولادتونه دطبي معیارونو په نظرکې نیولو سره په موسی کلا کې اجرا کړي او مغلق او پیچلي ولادتونه د اړتيا په صورت کې د بٌست روغتون ته راولیږي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version