کابل(پژواک،١١ ليندۍ١١مه٩٦):د کابل د پوهنې رياست، د پوهنې ستوري سيالۍ د پاى په اعلانولو سره وايي چې په دغه کلنۍ ازموينه کې د شهيد همايون ليسې زده کونکى محمد نذير تر ټولو ممتاز زده کونکى غوره شوى دى.
د کابل د پوهنې رييس محمد سعيد منصور وويل چې د سيالۍ دغه پروګرام د روان کال له لومړيو څخه پيل او د کابل په ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې ترسره شو.
نوموړي وويل:" په دې سياليو کې، ١٥٠زره زده کوونکو برخه اخيستې وه او پايله کې يې درې تنو له لومړي څخه تر درېيم پورې مقامونه وګټل او د لومړي مقام ګټونکى کس د کابل ښار د پوهنې د ستوري په توګه غوره شو."
د کابل د پوهنې رييس زياته کړه:" په دې ازموينه کې ټول مضامين شاملېږي، د شهيد همايون لېسې د يوولسم ټولګي زده کونکي محمد نذير لومړى مقام، د عبدالاحمد جاوېد ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکو، شمېرې او ليمې په ترتيب سره دويم او درېيم مقامونه ترلاسه کړي دي. "
محمد سعيد منصور وويل چې د لومړي مقام ګټونکي ته يو سوزکى موټر، دويم نومره ته يو لپ ټاپ او درېيم نومره ته ١٥زره افغانۍ نغدي جايزه ورکړل شوه.
د پوهنې رييس وويل چې دغه پروګرام د زده کوونکو ترمنځ د سولې خبرو اترو د فضا رامنځ ته کولو، د درس د کيفيت لوړولو او ډېرې مطالعې ته د هغوى د هڅونې په موخه جوړ شوى دى.
محمد نذير چې په دې سيالۍ کې يې لومړى مقام خپل کړى، وويل چې د ياد شوي پروګرام او ازموينو د ترسره کېدو له څرنګوالي څخه خوښ دى.
د هغه په وينا، د دا ډول پروګرامونو ترسره کېدل د زده کوونکو د لا ډېرې هڅونې او د دوى د سيالۍ د روحيې د پياوړتيا لامل ګرځي او ډېرې ښې او اغېزمنې پايلې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن