کابل (پژاک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د بوديجې د نشتوالي او نړيوالې ټولنې د همکارۍ نه کولو په سبب به د ټکنالوجۍ کارونې پر ځاى د رايه ورکوونکو د پېژندنې او نوم ليکنې لپاره له ورقي تذکرو کار واخلي.
د دغه کمېسيون چارواکو دغه ټکى نن د ((د ټاکنو درېيمه ملي ناسته)) تر نامه لاندې غونډه کې چې د سياسي ګوندونو، پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو، کارپوهانو او مدني فعالانو د لسګونو استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه، څرګند کړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرستې وسيمې بادغيسي په ياده ناسته کې وويل: ((له بده مرغه چې په ټاکنو کې د ټکنالوجي کارولو طرحه د بوديجې د نشتوالي او نړيوالې ټولنې د ملاتړ نشتوالي په سبب عملي نه شوه.))
هغه زياته کړه، کمېسيون په پام کې لري چې د پخوانۍ طرحې د نه عملي کېدو په سبب نوې طرحه چې د ورقي تذکرو له مخې د رايه ورکوونکو نوم ليکنه او لېست جوړول په کې شامل دي، عملي کړي.
هغه وويل چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ به له ورقي تذکرو د استفادې طرحه د سياسي ګوندونو او پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو د استازو له نظرونو وروسته حکومت ته وړاندې شي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې د افغانستان خلک، د سياسي ګوندونو استازي، افغان دولت او نړيوال بنسټونه به له دې نوې طرحې نه په کافي کچه او موقع سره ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دې وړاندې وړانديز کړى و چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو کې دې د نوم ليکنې په منځ کې د درغلۍ د مخنيوي او رايه ورکوونکو د پېژندنې لپاره له ټکنالوجي ګټه واخيستل شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون سرپرست په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د رايې ورکونې پر شرايطو برابر کسان د رايې ورکونې په ځانګړو مرکزونو کې ثبتېږي او د ټاکنو په ورځ کولى شي چې په هماغه مرکز کې رايه ورکړي چې له وړاندې په کې ثبت شوى دى.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه لوړ پوړي چارواکي په ځينو ولسواليو کې د امنيت نشتوالى د اندېښنې وړ وباله او ویې ويل چې اوسمهال د رايې ورکونې ١٧٤٤زره مرکزونه د نا امنۍ په سبب له ارزونې پاتې دي، هيله ده چې د امنيت په ښه کېدو سره به ياد مرکزونه هم ارزيابي شي، څو هېڅ کوم هېوادوال په ټاکنو کې له ګډونه محروم نه شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند عبدالبديع صياد په دې ناسته کې د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې له لوري د لس ميليونه ورقي تذکرو د وېش خبره وکړه او ویې ويل چې د تذکرو له وېش سره هم مهاله د رايه ورکوونکو د لېست چمتو کولو کار هم پيلېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند د کوم شخص يا مقام نوم وانه خيست، خو ویې ويل چې يو شمېر کړۍ د خپلو شخصي ګټو او کمېشنرانو د نوم بدۍ لپاره د کمېسيون پر وړاندې توطيې جوړوي.
هغه د عادلانه او بې درغليو ټاکنو پر ترسره کولو ټينګار وکړ او ویې ويل چې کمېسيون هېچا ته هم اجازه نه ورکوي چې په کار کې يې لاسوهنه وکړي، د دې موخې د ټينګښت لپاره له ټاکنو د سياسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او خلکو ملاتړ ته سخته اړتيا شته.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن