کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۹۶) : حزب اسلامي او جماعت الددعوه ګوندونو د امریکا لخوا بیت المقدس داسراییل د پلازمینې دمنلو پریکړه غندلې او زیاته کړې، چې دنړۍ ټول مسلمانان له بیت المقدس څخه دفاع کوي.
د جماعت الدعوه ګوند مرستیال حاجي روح الله وکیل وایي، دامریکا ولسمش ډونالډټرمب دغه کار سره له مسلمانانو سره د جګړې اعلان کړی دی.
هغه زیاته کړه، بیت المقدس نه یواځې دمسلمانانو لومړۍ ققبله ده، بلکې داسلامي نړۍ مرکز دی او په هره بیه به ترې دفاع کوي.
نوموړي د نړۍ له ټولو مسلمانانو وغوښتل، چې په هر ډګر کې د بیت المقدس او فلسطین دازادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.
بلخوا حزب اسلامي افغانستان هم دامریکا د ولسمشر دغه کار غندلی او دا یې د جګړې پیلامه ګڼلې ده. ددې ګوند لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوی د امریکا د ولسمشرد ا اعلان پر سيمي د يوې بلي جگړي د تپلو پيلامه او هڅه گڼي، او دا د ټول اسلامي امت او ټولو آزادي غوښتونكو، عدالتپالو او د سولي او امن پلويانو ديني او انساني وجيبه بولي چي په ضد ئې خپل غږ اوچت كړي او د مظلومو فلسطيانو ملاتړ وكړي، امت بايد متحد شي او په گډه د دې اقدام او بدو پايلو ئې مخنيوي وكړي.
سرچینې زیاته کړې، كه داسي ونه كړي نو تر دې به له لازياتو شرارتونو او غميزو سره مخامخ شي. دلته د نږدې دوه مليارد مسلمانانو لومړۍ قبله اسرائيلو ته سپارل كېږي، او تر دې لنډه موده وړاندي د امت د سپېڅلي قبلې (كعبې) په لور د ايران پلو حوثيانو له لوري توغندي توغول كېږي.
حزب اسلامي، ویلي، كه اسلامي امت متحد وى، د كور دننه له داسي دښمن سره مخامخ نه وى چي تل له بهرني دښمن سره يو ځاى شوى او مسلمانان ئې له شا په خنجر وهلي؛ نو هيچا به د اسلامي امت په ضد د داسي سپېرو او له اهانت او تحقير ډكو اقداماتو جسارت او جرأت نه وو كړى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن