ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او جلال اباد کې د بیت المقدس په اړه د ټرمپ د پرېکړې غبرګون کې لاریونونه وشول

10 Dec 2017 - 15:34
10 Dec 2017 - 15:34

کابل- جلال اباد (پژواک، ۱۹ ليندۍ ۹۶): په کابل، ننګرهار او فارياب ولايتونو کې سلګونو لاريون کوونکو د امريکا له لوري بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې د اعلان پر ضد لاريونونه وکړل او دا پرېکړه يې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته سپکاوی وباله.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې مياشتې په ۱۵مه  بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پر رسميت وپېژاند او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته يې دنده وسپارله چې د امريکا سفارت دې له تل ابيب څخه بيت المقدس ته انتقال کړي.

امريکا په نړۍ کې يوازېنی هېواد دی چې بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه پر رسميت پېژني.

د افغانستان د ولسونو د ملي اجماع مشر محمد ابراهيم الکوزي د ليندۍ په ١٩مه په کابل کې د يوې اعتراضي ناستې پر مهال وويل چې بيت المقدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او په اړه يې د  پرېکړې واک يواځې د مسلمانانو حق دی.

د دې اعتراضي غونډې ګډونوال چې شمېر نږدې ۵۰۰ کسانو ته رسېده مرګ پر امريکا، مرګ پر اسرائيلو او مرګ پر ټرامپ شعارونه ورکول.

الکوزي وويل: "د افغانستان مجاهد ولس د ټرامپ هغه ناروا او غير منصفانه پرېکړه غندي، بيت المقدس زموږ لومړنۍ قبله ده او دې قبلې ته سپکاوی په اصل کې د ټولو مسلمانانو د سپکاوي په معنا دی. "

هغه د افغانستان او نړۍ پر مسلمانانو غږ وکړ چې د کفري نړۍ پر وړاندې د مقاومت لپاره دې يو موټی شي او په يوه خوله دې د امريکا د دې ناورا پرېکړې پر وړاندې ودرېږي.

نوموړي د افغانستان له ولسمشره مننه وکړه چې د افغانستان په استازيتوب يې د امريکا د ولسمشر پرېکړه وغندله او له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو يې مننه وکړه چې په ډېرو سختو شېبو کې له خپلې خاورې دفاع کوي.

د دې اجماع د اجرايي شورا غړي عبدالحميد هوتک هم امريکا له خوا د بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه اعلان په کلکو ټکو وغانده او زياته يې کړه: "تر څو چې په نړۍ کې يو مسلمان ژوندی وي د امريکا ولسمشر به دا پرېکړه ګور ته يوسي. "

د دې ډلې په پرېکړه ليک راغلي: "د ټرمپ دغه زشت او له تبعيضه ډک چلند چې د ميليونونو انسانانو او اسلامي نړۍ د احساساتو د راپارولو لامل ګرځي، پر کلکو ټکو غندي. "

د يو بل خبر له مخې، ننګرهار ولايت کې هم د بيت المقدس په اړه د امريکايي ولسمشر د پرېکړې په غبرګون لاريون وشو.

د ننګرهار د نجم المدارس مدرسې سلګونه زده کوونکو د بيت المقدس په اړه د امريکايي ولسمشر د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاريون وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version