جلال اباد (پژواک، ۲۱ ليندۍ ۹۶): په ختيځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون سيمه ييز چارواکي وايي، روان کال په ختيځه حوزه کې تر څلور سوه زیات له بشري حقونو د سرغړونې په تړاو شکایتونه ثبت شوي دي.
ياد کمېسيون دغه راز اندېښنه شريکه کړه چې امنيتي ارګانونو د بشري حقونو د سرغړوونکو په نيولو کې هېڅ اقدام نه دی کړی چې له امله يې ورځ تر بلې دا پېښې مخ پر زياتېدو دی.
په ختيځو ولایتونو کې د بشري حقونو د سیمه يیز دفتر د څارنې برخې مشر عرفان الله لاروی وايي، روان کال ختيځه حوزه کې له بشري حقونو د سرغړونې له ۴۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوې چې ډېره برخه یې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې دي.
هغه زياته کړه، له بشري حقونو د سرغړونې په پېښو کې د تېر کال په پرتله پنځلس سلنه زیاتوالی راغلی چې نوموړی يې لاملونه د قانون نه پلي کېدل او له دولتي حاکميت څخه د ډېرو سیمو وتل په ګوته کړل.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سیمه ییز دفتر دغه چارواکي وویل، که څه هم چې د تېر کال پر تله د عدلي او قضایي ادارو په چارو کې د پام وړ بدلون راغلی، خو پولیس او نور امنیتي ارګانونه لا هم د بشري حقونو د سرغړوونکو په نیولو او د قانون منګولو ته په سپارلو کې پاتی راغلي دي.
په ختيځ زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې صبرينا حميدي هم له پژواک سره د خبرو پر مهال ومنله چې امنيتي ارګانونه د بشري حقونو د سرغړوونکو په نيولو کې ناغېړي کوي، خو وايي، تر يوه حده يې همکاري موجوده ده.
د نوموړې د وينا له مخې، د امنيتي ارګانونو نه همکاري او د قانون نه حاکميت له امله له بشري حقونو د سرغړونې او تاوتريخوالي پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني پژواک ته وويل، تر ډېره هڅه شوې چې پولیس او امنيتي کارکوونکي له عدلي او قضايي ارګانونو او همدارنګه د بشري حقونو له اړوندو ادارو سره ګډ کار او مرستې کولو ته وهڅوي.
نوموړی ډاډ ورکړ چې په راتلونکي کې به هم امنيتي ادارې او په ځانګړې توګه پولیس د بشري حقونو له اړوندو ادارو سره د همکارۍ لپاره مکلف کړي.
په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم نمانځل کېږي، خو په خلکو کې عام تاثر دا دی چی افغانان لا هم د بشري حقونو د نه تطبیق کېدو له امله رنځ وړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن