ميمنه (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٦): په فارياب ولايت کې ځايي چارواکي د دغه ولايت د اقينې بندر او مستوفيت عوايدو کې د دوه چنده زياتوالي خبر ورکوي.
د فارياب مستوفي احمدشاه سخا پژواک خبري ژانس ته وويل چې د اقينې بندر عوايد د روان کال په ١١ مياشتو کې څه باندې يو نيم ميليارد افغانيو ته رسېدلي او دا رقم د تېر کال د ورته مودې په پرتله څرګند زياتوالى څرګندوي.
سخا زياته کړه چې د ګمرک عوايد د ١٣٩٥ کال په ١١ مياشتو کې شاوخوا يو ميليارد او ٣٣٧ افغانۍ پيشبيني شوي وو چې يو ميليارد او ٥٥ ميليونه افغانۍ ترلاسه شوې، خو ټاکل شوى هدف د روان کال په ١١ مياشتو کې يو ميليارد او دوه سوه ميليونه افغانۍ و، خو څه باندې دوه ميليارده او ٥٨٤ ميليونه افغانۍ د دولت خزانې ته تحويل شوې دي.
هغه زياته کړه چې عوايد د والي او ځايي چارواکو د پاملرنې او د ولايت او مستوفيت له لوري د استول شوي پلاوي په مرسته په وخت سره د اقينې بندر د کنټرول او پلټنې په سبب لوړ شوي دي.
د فارياب مستوفيت د معلوماتو له مخې، له ٢٠١٤کال نه وړاندې چې نړيوال ځواکونه په افغانستان کې وو، د اقينې بندر ٤٥ سلنه وارداتي مالونه (مالياتي معافيت) څخه تشکيل شوي وو، خو اوسمهال د دغو ځواکونو عمده برخه له هېواده وتلې او د معافي مالونو په اندازه کې د پام وړ زياتوالى راغلى چې په رښتيا سره هم د پوښتنې وړ دى.
هغه وويل که چېرې په دې برخه کې کره اقدام وشي، د اقينې ګمرک عوايد به پنځه چنده زيات شي.
د فارياب مستوفي همدارنګه وويل چې د فارياب مستوفيت ادارې عوايد د روان کال په ١١ مياشتو کې څه باندې ٤٣٨ ميليونه افغانيو ته رسېدلي چې د تېر کال د عوايدو په پرتله يې له ٦٠ ميليون افغانيو زياتوالى موندلى دى.
هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د عوايدو د زياتېدو علت په سکتاز سيستم سره د ادارې د سبمالښت، د کارکوونکو هڅو او د سالمو پاتې شوو سرچينو تر لاسه کول ياد کړل، خو د پورونو د تر لاسه کولو لپاره د ادارې له کارکوونکو سره د پوليسو نه همکاري او د مالياتو له ورکړې نه خبرتيا د ادارې له عمده ننګونو بولي.
هغه وويل: ((اوسمهال څه باندې ٧٠ ميليونه افغانۍ پر خلکو پاتې دي او نه يې ورکوي چې په دې برخه کې د پوليسو همکاري نشته.))
د اقينې ګمرک مشر بشير احمد پيام وويل، سره د دې چې د مالي کال څو اوونۍ پاتې دي، بيا هم له ټاکل شوي پلان سره سم په عوايدو کې ٤٥ سلنه زياتوالي لري.
د فارياب والي محمد همايون فوزي په خپلو خبرو کې وويل چې د ګمرک او مستوفيت د عوايدو زياتوالى د ځايي ادارې لپاره غوره لاسته راوړنه ده. هغه وويل چې د جګړو او نا امنيو پر دوام سربېره هم فارياب د عوايدو د زياتوالي په برخه کې د هېواد په کچه اوچت مقام خپل کړى دى.
هغه زياته کړه چې پر ګمرک او مستوفيت سربېره هم د ميمنې ښاروالۍ او د فارياب برېښنا رياست د عوايدو د زياتوالي په برخه کې مخکښه ده او له دې وروسته به ځايي اداره او پوليس له يادو ارګانونو سره د امنيت او مالياتو د حصول په برخه کې همکار وي.
خو د عبدالرووف نيازي په نامه د شرکت مشر عبدالمجيد نيازي د سوداګرو په برخه کې د ځينو ستونزو يادونه وکړه او د دولت مشرتابه په ځانګړي ډول د ځمکني ترانسپورټ او عامه ګټو ادارې چارواکي د شته ستونزو د حل په چاره کې په بې پروايۍ تورن کړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن