کابل (پژواک،۹مرغومی۹۶): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د رايې ورکونې ډېری مرکزونه "په ټاکنو کې د لاسوهنې په موخه" په داسې سيمو کې په پام کې نيول شوي دي چې هلته حکومت واک نه لري.
د راپور له مخې، د ټاکنون خپلواک کمېسیون په دې وروستيو کې د رايې ورکونې د مرکزونو د ارزیابۍ پروسه ترسره کړې او له مخې يې په ۳۴ولايتونو کې د رايې ورکونې ۷۳۵۵ مرکزونه ارزیابي او بيا ټاکل شوي دي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د راتلونکې کال د چنګاښ په ۱۶مه ترسره شي، خو ځينې راپورونه وايي چې پر ټاکلي وخت د ټاکنو ترسره کېدو لپاره اړين چمتووالی نه دی نیول شوی.
په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازی محمد اقبال صافي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د رايې ورکونې مرکزونو تثبیتولو ته په اشارې سره وويل، ډېری هغه مرکزونه چې د کاپیسا ولايت په ولسواليو کې ټاکل شوي، داسې سيمې دي چې هلته حکومت واک نه لري.
نوموړي زياته کړه: "دغه کار په ټاکنو کې د لاسوهنې په موخه شوی، څو وکولای شي په هغو سيمو کې د ځانونو لپاره صندقونه ډک کړي، چې هلته دولت واک نه لري."
صافي د ولسي جرګې له اداري پلاوي څخه وغوښتل چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکي دي را وبلل شي، څو په دې اړه د خلکو استازو ته وضاحت ورکړي.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازې وژمې صافۍ هم د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له لوري د رايې ورکونې د مرکزونو پر ټاکل کېدو نيوکه وکړه او ويې ويل، په کونړ کې د رايې ورکونې ډېری مرکزونه په نا امنو سيمو کې ټاکل شوي دي.
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم وويل: "دا کار په کندوز کې هم شوی او د رايې ورکونې د مرکزونو لپاره نا امنې سيمې ټاکل شوې دي."
هغه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون دغه کار د پوښتنې وړ وباله او زياته يې کړه چې د رايې اچونې مرکزونه بايد د خلکو په همغږۍ سره وټاکل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن