ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو نېټې د ځنډولو په اړه شايعات بې بنسټه وبلل

2 Jan 2018 - 17:50
2 Jan 2018 - 17:50

کابل (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٦): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو نېټې د ځنډولو په اړه شايعات بې بنسټه ګڼي او وايي، راروانې ټاکنې په خپل وخت ترسره کېږي.

له دې کمېسيون څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې وروستيو کې رسنيو د غير مسوولو سرچينو په استناد داسې خبرونه خپاره کړل، چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو راتلونکې ټاکنې ګواکې په ټاکلې نېټه نه شي ترسره کېدلی او يا دا چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون غواړي د راروانو ټاکنو اعلان کړې نېټې باندې له سره غور وکړي.

سرچينه کاږي، د ټاکنو کمېسيون دا ټکى له يوې خوا دا چې هېوادوال د ټاکنو په اړه بحثونه لري، د ټاکنو له بهير او کمېسيون دواړو سره د دوى د ډېرې لېوالتيا څرګندونه کوي، خو له بلې خوا له دې امله چې ټاکنې مهمه ملي پروسه ده، نو په کار ده چې په اړه يې په دقت سره بحث وشي.

سرچينه زياتوي، دا کمېسيون له ټولو هېوادوالو، په تېره بيا له ټاکنيزو شنونکو او د څارونکو بنسټونو له استازو څخه غواړي چې د کمېسيون پر کاري کفايت، دريځ او پرېکړو دې شکونه او ګومانونه نه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، کمېسيون تل لګيا دى او د ټاکنو په لوري غښتلي ګامونه اخلي؛ د رايې اچونې شاوخوا ۷۰۰۰ مرکزونه يې ارزولي او له نوي سره ټاکلي دي، دغه کار نور د بشپړېدو په درشل کې دی؛ دغه راز د راتلونکو ټاکنو لپاره يې د ورقي تذکرو پر اساس د رايې ورکوونکو د نوم ثبتونې د بهير طرحه او پلان حکومت ته استولی، چې لګښت يې ٩٠ سلنه يوناما او ١٠ حکومت منلی دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: "کمېسيون د ټاکنو د نېټې د تعويق په باره کې شايعات بې بنياده ګڼي، په کلکه يې ردوي او يو ځل بيا په ډاګه کوي چې راروانې ټاکنې به د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶مه نېټه کېږي."

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ترمنځ د همکارۍ تفاهمليک، نن لاسليک شو.

د ټاکنو کمېسيون په يوه بله جلا خبرپاڼه کې چې پژواک اژانس ته رارسېدلې، راغلي چې په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د ټاکنو کمېسيون سرپرستې او عملياتي مرستيالې پوهنيار وسيمې بادغيسي هيله منده وښوده چې د دې تفاهمليک په لاسليک کېدو سره به د انتخاباتو د ترسره کېدو په برخه کې د دواړو کمېسيونونو ترمنځ همکارۍ لا زياتې شي.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس عزيزالله اريايي ويلي، د دې هوکړه ليک پربنسټ به دواړه کمېسيونونه په لا زيات تفاهم سره اړوندې چارې په ښه توګه پرمخ يوسي.

وروسته دغه تفاهمليک د يادو داړو مسوولينو له خوا لاسليک شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version