ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: چې په واسطو او پيسو مقرر شي، له سنګره تښتي يا غلاوې کوي

9 Jan 2018 - 19:29
9 Jan 2018 - 19:29

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): ولسمشر وايي، د کورنيو وزارت په جوړښت کې پخوانيو جوړښتونو ستونزې رامنځته کړې او نوموړى په کورنيو چارو وزارت کې د هغو اصلاحاتو له ترسره کولو ملاتړ کوي، چې له امله يې د هېواد پر پوليسو د باور کچه زياتيږي.

ولسمشر محمد اشرف غني، دغه موضوع کابل کې د پوليسو د ملي اکاډمۍ د محصلينو د فراغت پر مهال څرګنده کړه، چې د کورنيو چارو وزير په ګډون په کې يو شمېر  لوړپوړو دولتي چارواکو ګډون درلود.

ولسمشر له هغو ميندو او پلرونو د مننې ترڅنګ چې خپل بچيان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته لېږي، وويل چې د ملي پوليسو ژبه بايد د اساسي قانون ژبه او خپل هېواد ته ملي ژمنتيا وي.

هغه زياته کړه، په خپله په هيڅ ګوند، قبيلې او قوم کې ځان خوندي نه بولي، بلکې د هېواد پر امنيتي او دفاعي ځواکونو باور لري او پر هغو افسرانو وياړ کوي چې نن يې د فراغت سند ترلاسه کړى او هغوى د عزت بېلګه ګڼي.

ولسمشر وويل: “زموږ ستونزه د پوليسو په انګېزې کې نه ده، ځکه پوليس خپل هېواد ته د خدمت کولو لپاره ژمن دي، ستونزه په هغو جوړښتونو کې ده، چې له پخوا راپاتې دي او زه د کورنيو چارو وزير له اصلاحي پروګرام په بشپړه توګه ملاتړ کوم.”

ولسمشر د قانونيتوب پر اهميت د ټينګار ترڅنګ وويل: “زموږ موخه، د قانون د حاکميت له لارې د ثبات رامنځته کول دي؛ ځکه په هېواد کې ثبات په ډز نه ټينګيږي، بلکې پر پوليسو د باور له لارې رامنځته کېږي.”

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې د دې خبرې په څرګندولو سره چې کومانډو ځواکونه دوه برابره شوي؛ څرګنده کړه چې ټاکل شوې د هېواد هوايي ځواک هم درې چنده شي او دغه کار د قانون تنفيذ په موخه د پوليسو تمرکز ته زمينه برابروي.

ولسمشر غني د کورنيو چارو په وزارت کې د افسرانو د ګومارنې له لړۍ ناخوښي څرګنده کړه او ويې ويل: “زه د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کوم، چې له دې وروسته د ټولو ځوان افسرانو، د لوړپوړو افسرانو ذاتي چارې، تبديلۍ، اجراات او ترفيعات؛ د افسرانو د ذاتي چارو قانون په چوکاټ کې ترسره شي.”

د هغه په وينا، هرڅوک چې د واسطې پر مټ په دنده ګومارل کېږي؛ له سنګره تېښته کوي او څوک چې د پيسو په زور ګومارل شوي؛ غلا يې کړې او خلک دا ډول حالت نه غواړي.

ولسمشر د ملي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې د خپلې خوښې وړ کسانو د ګومارنې لپاره وزارتونو ته لاړ نه شي او که چېرې دا کار کوي؛ نو دا کړنه بايد ثبت شي او بيا په ټلويزيونونو کې خپاره شي.

د کورنيو چارو وزير ويس برمک، د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ چې سږکال د پوليسو له ملي اکاډمۍ ٤٤٦ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل، وويل چې د کورنيو چارو وزارت له متفاوت مسيره په حرکت کې دى.

د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت د څلور کلنې جامع ستراتېژۍ تدوين، چې په ياد وزارت کې د پوليسو د ودې پر محورونو، نظام جوړولو، جوړښتيزو اصلاحاتو ولاړه ده؛ پيل شوې او دغه کړنلاره به تر يوې اونۍ پورې ولسمشر ته وړاندې شي.

په دغه ناسته کې له يادې اکاډمۍ نوي فارغ شوي افسر وويل، چې هېواد ته د خدمت او خپلې خاورې د ساتلو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version