فيروزکوه (پژواک، ٢٣ مرغومی ٩٦): د غور سيمه ييزو سرچينو ويلي، د ياد ولايت په تولک ولسوالۍ کې د حزب اسلامي د يوه قوماندان او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د ياد قوماندان دوه زامن وژل شوي او په خپله ټپي شوى دى.
د غور د ولايتي شورا مرستيال عبدالرحمن عطشان پژواک خبري اژانس ته وويل، د طالبانو سيمه ييز قوماندان عبدالحميد پرون ناوخته د ياد ولايت د تولک ولسوالۍ په دستاسک کلي کې د حزب اسلامي يو قوماندان جهان شېر له خپلو دوه زامنو سره يو ځاى ويشتي دي.
ده زياته کړه، په پاده پېښه کې د جهان شېر دوه زامن وژل شوي او خپله قومندان ټپي شوى دى.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د حزب اسلامي پر ياد قوماندان او د هغه پر زامنو د عُشر او زکات د نه ورکړې له امله بريد کړى دى.
خو د غور د والي وياند عبدالحى خطيبي وويل، ياد دواړه قوماندانان د دولت وسله وال مخالفين وو، چې د خپلې قبيلې د رياست پر سر يې له يوه بل سره شخړه کړې ده.
نوموړي هم د جهان شېر د دوو زامنو وژل کېدل تاييد کړل.
وسله والو طالبانو له حزب اسلامي سره نښته رد کړې او ويلي يې دي، چې دوى له سياسي ګوندونو سره ستونزه نه لري.
څو نورو سيمه ييزو سرچينو ويلي، د حزب اسلامي ياد قوماندان له دې وړاندې له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور زنداني شوى و، چې بيا يو کال د مخه د فيروزکوه له زندان خوشې شوى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن