کابل (پژواک، د سلواغۍ لومړۍ نېټه ٩٦): د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس جمالدين پاچاخېل هم په کابل ښار کې پر کانټيننټال هوټل د تېرې شپې بريد کې وژل شوى دى.
دغه بريد تېره شپه شاوخوا ٩:٠٠ بجې پيل شو او نن له غرمې مخکې شاوخوا ٩:٣٠ بجې پاى ته ورسېد.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې پر درېيو بريدګرو تر څنګ د بهرنيو وګړو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور د درېيو امنيتي ځواکونو په ګډون ټپيان دي.
د فراه ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مشر جمالدين پاچاخېل وراره حفيظ الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې تره يې په دغه بريد کې ټپي شوى و خو وروسته يې د کابل په ايمرجنسي روغتون کې ساه ورکړه.
تر اوسه پورې هېڅ کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دى منلى.
انټرکانټيننټال د کابل له مشهورو هوټلونو څخه دى چى د ګڼو غربي هېوادونو وګړي او مېلمانه په کې مېشت وي. دغه هوټل د کابل لوېديځ ته د يوې غونډۍ پر سر موقعيت لري.
هوټل تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې دى او د ننوتلو په لاره کې يې د پلټنې ګڼې پوستې شتون لري.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې هم د کابل پر انټرکانټيننټال هوټل login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن