لښکرګاه (پژواک،۳سلواغه۹۶): په هلمند کې سلګونه پوليس د خپلو اصلي دندو پرځاى د ځينو کسانو د امنيت ساتلو لپاره خدمتي ګومارل شوي دي.
پژواک خبري اژانس داسې اسناد ترلاسه کړي چې له مخې يې د هلمند ٥٥٦ تنه پوليس د دې ولايت د امنيت د تامين پر ځاى، د هلمند ترڅنګ په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د څو چارواکو او اشخاصو د امنيت د ټينګښت لپاره خدمتي ګومارل شوي دي.
کومې سرچينې چې دغه اسناد پژواک ته ورکړي، وايي چې دغه ډول بې نظمي د اداري فساد او خيالي پوليسو رامنځته کېدو ته زمينه برابروي.
هغه زياته کړه: ((دغه بې نظمي د دې لامل شوې چې يو شمېر زورواکي او په فساد ککړ کسان د پوليسو په نوم معاشونه واخلي او په خپلو جيبونو کې يې واچوي.))
سرچينې وويل، زياتره خدمتي پوليس د ملي شورا او ولايتي شورا د غړو د امنيت د ټينګښت لپاره ګومارل شوي دي.
د ترلاسه شويو اسناد له مخې، په دې خدمتي پوليسو کې سل تنه يې د ناوې ولسوالۍ د پوليسو له تشکيل څخه، ١٣١ تنه يې د نادعلي، ٩٤ د کجکي، ٣٠ تنه د سنګين، ١١ تنه د ګرشک، ٢٢ تنه د خانشين، شپږ تنه د واشېر او پاتې نور د پوليسو د نورو برخو له تشکيل څخه کم کړاى شوي او خدمتي ګومارل شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاءلله افغان، پژواک ته وويل چې په خدمتي ډول د پوليسو ګومارل د امنيت پر ټينګښت منفي اغېزې کوي او فساد ته هم لار هواروي.
هغه وړانديز وکړ چې د هغو ولسواليو پوليس دې خدمتي کړل شي چې اوسمهال سقوط دي.
نوموړي د کورنيو چارو وزارت له چارواکو غوښتنه وکړه چې ډېر ژر دې دغه ستونزه هواره کړي.
دغه راز په هلمند کې د مدني ټولنې غړي عبدالحق ځواکمن وويل چې دغه ډول کړنې د پوليسو مورال کمزورى کوي.
ده ټينګار وکړ چې ټول خدمتي پوليس بايد بېرته خپلو ارګانونو ته وسپارل شي، ترڅو د امنيت په ټينګښت کې ګټه ترې واخيستل شي.
د دې موضوع په اړه د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي هم پژواک ته وويل چې ځينې پوليس خدمتي ورکړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن