ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د لوحو د سمون په موخه کمپاين پيل شو

23 Jan 2018 - 18:39
23 Jan 2018 - 18:39

اسعد اباد (پژواک، ٣ سلواغه ٩٦): د کونړ په مرکز اسعد اباد کې په لومړي ځل د غيراخلاقي ويډيوګانو د له منځه وړلو او په پرديو ژبو د ليکل شوو لوحو د سمون په موخه کمپاين پيل شو.

دغه کمپاين د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، ښاروالۍ او امنيه قوماندانۍ له لوري د جوړ شوي ګډ کمېسيون له خوا نن ترسره شو.

د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ګرځندوى امر حشمت الله ژمن، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې کمپاين کې يې د هغو نقليه وسايطو ليکنې او انځورونه چې د افغاني کلتور خلاف و، له منځه يوړل.

ده زياته کړه، د هغو لوحو اصلاح هم کوي چې په پرديو ژبو ليکل شوي دي.

د دې کمېسيون د ښاروالۍ استازي محمد زهير وويل چې په پرديو ژبو د ليکل شويو لوحو د سمون ترڅنګ هغه غير اخلاقي ويډيوګانې او فلمونه يې هم له منځه يوړل چې د موبايلونو په ځينو هټيو کې پر ځوانانو يې پلورل کېدل.

د هغه په وينا، هټۍ والو ورسره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د غير اخلاقي ويډيوګانو له پلورلو لاس اخلي او هم به په پرديو ژبو ليکل شوې لوحې هم اصلاح کوي.

دى زياتوي، له دې وروسته به هره اوونۍ د دې چارو څارنه کېږي.

د اسعداباد يوه اوسېدونکي هجرت الله محسن د ولايتي ادارې له دې اقدامه هرکلى وکړ او پژواک ته يې وويل چې که حکومت د موبايلو په دغو هټيو کې د غير اخلاقي ويډيوګانو د پلور مخه ونيسي، هم به ځوان نسل له بې لارۍ وژغورل شي او هم به په ټولنه کې د اخلاقي فساد مخه نيول شوې وي.

د ده په خبره، په پرديو ژبو د ليکل شويو متنونو او اصطلاحاتو د مخنيوي له لارې به افغاني کلتور بډاى او پياوړى شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version