ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګرشک کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي

28 Jan 2018 - 11:12
28 Jan 2018 - 11:12

لښکرګاه (پژواک، ۸ سلواغه ۹۶): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه برید کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ياده ولسوالۍ کې د ملي اردو يوې باوري سرچينې د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار پنځه بجې د ډاګيانو په سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد وکړ.

سرچينې زياته کړه چې په دغه بريد کې اووه سرتېري وژل شوي او يو تن يې ټپي دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دا پوسته نيولې هم وه، خو وروسته دولتي ځواکونو بېرته ونيوه.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر  مرستيال جګړن عبدالقدير بهادرزي ومنله چې پر پوستې بريد شوى او د پنځو سرتېرو وژل کېدل يې هم تاييد کړل.

هغه وايي چې په دغه بريد کې دوه سرتېري ټپيان شوي هم دي.

خو بهادرزي د پوستې د سقوط خبره رد کړه او ويې ويل چې په جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم   درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميوند قول اردو دغه افسر وايي چې په نادعلي او مارجې ولسواليو کې هم د روانو عملياتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي  او دوه  نور ټپيان دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې تېره شپه يې د ګرشک ولسوالۍ يوې پوستې ته سقوط ورکړى او ١١ سرتېري يې وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version