ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د مېړه او کورنۍ له لوري يې ناوړه چلند او وهلو زما د ژوند خوښۍ واخيستې”

4 Feb 2018 - 19:43
4 Feb 2018 - 19:43

کابل (پژواک، ١٥ سلواغه ٩٦): هغه ٢٩ کلنه مېرمن چې له واده اته مياشتې وروسته يې د امن خونې ته پناه وړې، وايي چې د مېړه او د هغه د کورنۍ ناوړه چلند او وهلو ډبولو د ژوند خوښۍ ترې اخيستې دي.

دغه ٢٩ کلنه مېرمن چې مستعار نوم يې کامله دى، له هغې سره د خبرو لپاره مې کابل کې له ښځو د يوه حمايوي مرکز څخه ليدنه وکړه.

نوموړې چې سترګو يې نامتوازن حرکتونه درلودل او ټول بدن يې لړزېده، په بنده ژبه پژواک خبري اژانس ته وويل: "اته مياشتې وړاندې مې له يوه ٤٥ کلن کس چې لومړۍ مېرمن يې وفات شوې وه او يواځې يو ١٢ کلن زوى او ١٠ کلنه لور يې درلوده، له ناچارۍ او د کورنۍ له رضايت پرته واده وکړ."

کاملې د اوښکو په تويولو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويې ويل: "د ورېندارې ناوړه چلند او پېغورونه يواځينى علت و، له دې پرته چې خپل راتلونکي ته فکر وکړم، نو له ياد عمر خوړلي کس سره واده کول ته حاضره شوم."

هغې زياته کړه: "ورېندارې به مې زياتره وخت پيغور راکاوه چې زړه شوې، خو چا ونه کړې، ترڅو پورې به د وروڼو مفته ډوډۍ خورې."

يادې مېرمنې د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ورېندارې پېغورونو له هغې د ١٥ کاله مشر سړي سره واده کولو ته اړ ايسته، وويل: "له واده مې څو اونۍ نه وې تېرې شوې چې د مېړه په چلند کې مې هم بشپړ بدلون راغى او د هرې ورځې په تېرېدو سره به مې خوښۍ کمېدې، ځکه ناسکه زوى او لور به مې راسره سم چلند نه کاوه او هره ورځ به يې په بېلابېلو بهانو پر مېړه وهلم."

هغې وويل: "په دغو اتو مياشتو کې مې له موره خوړلې شيدې بېرته تر ستونې راورسېدې، ځکه بې کسه وم او د شکايت کولو ځاى مې نه و، مېړه مې چې هره ورځ کور ته راته، نو د ناسکه بچيانو د تحريک له امله به يې هره ورځ پر سوکانو او لغتو، لرګيو، پيپ او سيخونو وهلم ډبولم."

کامله چې په څېره کې يې ډار تر سترګو کېده او د هرې جملې په ويلو سره به يې ژړا زياتېده، د خبرو په منځ کې سلګيو ترې وار واخيست او بيا يې خپلې اوښکې په ټکري پاکې کړې او د څه مودې لپاره چوپ شوه.

خو بيا يې په يوځلي خبرو ته دوام ورکړ او ويې ويل: "ورځې، اونۍ او مياشتې مې په دا ډول دردناک وخت سره تېرې کړې؛ ځکه هره ورځ به د خپلو ناسکه بچيو او د مېړه له لوري په بېلابېلو بهانو ځورول کېدم."

هغې وويل: "تر دې وضعيت راورسېدم چې نه مې په خپل کور او نه هم د مېړه په کور کې د شپې و ورځې تېرولو ځاى پيدا کړ، ورور مې له دې امله چې د هغه د خوښې خلاف واده مې کړى او مېړه مې هم د خپلو بچيانو د څرګندونو له امله، د پناه ځاى رانه کړ."

نوموړې د لوړ اواز ژړا سره وويل: "له واده وروسته راسره د کورنۍ ټولو غړو پرېکون وکړ."

کاملې چې ټول بدن يې د پاڼې په څېر خوځېده او د چاقو او سوځېدو نښې نښانې يې په سر او مخ کې تر سترګو کېدې، وويل چې مېړه به يې هره ورځ د خلکو جېبونه وهل او يوه ورځ چې کله يې په ښار کې د يوه کس جېب واهه، نو له ياد کس سره په جګړه شو چې په پايله کې يې د موبايل څښتن په چاقو سره وواژه او په خپله بيا وتښتېده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version