ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اڅکزی: چېرې چې د پښتانه عزت نه وي “پاکستان زنده باد” نارې وهل بېغرتي ده

7 Feb 2018 - 12:13
7 Feb 2018 - 12:13

کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٦): د کوزې پښتونخوا ملتپال سياستوال محمود خان اڅکزى وايي چې په قبايلو کې د پاکستان د پوځ په عملياتو کې د پښتنو زامن ووژل شول، کورونه او بازارونه يې ورته ړنګ کړل.

نوموړي دغه څرګندونې تېر ماخوستن د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو او قبايلو د زرګونو کسانو هغې احتجاجي غونډې ته وکړې چې په کراچۍ کې د يوه پښتون ځوان د وژلو په غبرګون کې راټول شوي وو.

له اوو ورځو راهيسې زرګونو پښتنو په کراچۍ ښار کې د پوليسو د يوه ځايي مشر له خوا د وزيرستان د يوه پښتون ځوان مدني فعال نقيب الله مسيد د وژلو په غبرګون کې احتجاجي لاريون او ناسته پيل کړې ده.

نقيب الله چې په کراچۍ ښار کې يې کاروبار کاوه، د پوليسو له خوا تر تښتول کېدو وروسته په جعلي نښته کې ووژل شو، د پاکستان سترې محکمې د دې قضيې څېړنه پيل کړې او د (راو انوار) په نامه د پوليسو د تورن مشر د نيولو حکم يې کړى، خو هغه چېرې پټ شوى دى.

د کوزې پښتونخوا ملتپال سياستوال او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي تېره شپه په دې غونډه کې ګډون وکړ او ګډونوالو ته يې وينا وکړه.

هغه په پاکستان کې د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو له خوا پر پښتنو کېدونکي ظلمونه په کلکه وغندل.

اڅکزي زياته کړه: ((چېرته چې د پښتون عزت نه وي هلته د "پاکستان زنده باد" نارې وهل بې غيرتي ده.))

نوموړي د پاکستان پنجاب ايالت ته په اشارې سره وويل چې د پښتنو پر زېرمو، وسايلو او کانونو قبضه کول غواړي، خو د دې اجازه به ورنه کړل شي.

محمود خان اڅکزي وويل چې د ترهګرۍ ضد تش په نوم مبارزه کې سلګونه قبايلي مشران او ديني عالمان ووژل شول، د دې حساب به څوک ورکوي؟

هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په قبايلو کې اوسېدونکو پښتنو ته دې خپل حقوق ورکړي.

نوموړي په قبايلي سيمو کې د ترهګرو پر وړاندې د پاکستان پر عملياتو هم سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې هلته د ترهګرو په بهانه د قبايلو کورونه، مارکېټونه او نور تاسيسات له منځه وړل شوي او سلګونه زره  خلک بې کوره کړل شوي دي.

اڅکزي زياته کړه: ((په قبايلو کې مو د خلکو بچي مړه کړل او کورونه مو ورته وران کړل او اوس ورته واياست چې د پاکستان زنده باد شعارونه ورکړئ.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version