کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۹۶): په کابل کې لسګونو ځوانانو په پاکستان کې د پښتنو د عدالت غوښتنې خوځښت ملاتړ وکړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو په لېست کې شامل کړي.
نن په کابل کې لسګونو ځوانانو د یوه لاریون په ترڅ کې د "لر او بر يو افغان، لوی افغانستان زنده باد، پنجاب مرده باد او مرګ پر پاکستان" شعارونه ورکول او په پاکستان کې يې له قبايلي پښتنو خپل ملاتړ اعلان کړ او د هر ډول مرستې چمتووالی يې وښود.
له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې زرګونو پښتنو په کراچۍ ښار کې د پوليسو د يوه ځايي مشر له خوا د وزيرستان د يوه پښتون ځوان مدني فعال نقيب الله مسيد د وژلو په غبرګون کې احتجاجي لاريون او ناسته پيل کړې ده.
نقيب الله چې په کراچۍ ښار کې يې کاروبار درلود، د پوليسو له خوا له نیولو وروسته په جعلي نښته کې ووژل شو.
د پاکستان سترې محکمې د دې قضيې څېړنه پيل کړې او د راو انوار په نامه د پوليسو د تورن مشر د نيولو حکم يې کړى، خو هغه چېرې پټ شوى دى.
پر اسلام اباد سربېره په بنو، کوهاټ، پېښور، چارسدې، مردان، صوابۍ او د پاکستان په يو شمېر نورو ښارونو کې هم لاریونونه او احتجاجونه شوي دي.
سياسي شنونکي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د زرګونو پښتنو احتجاجي لاريون د پښتنو خودجوشه تحريک او د هغوی ويښتیا بولي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې د يوه منظم پلان له مخې د پښتنو قبايلي او سياسي مخورو وژل، د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم د پوځي عملياتو او پر ولسي ځايونو بمباري ودروي.
نن په کابل کې لسګونه ځوانانو د لاریون له لارې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې قبايلي پښتانه په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او د دې وضعيت د مهارولو لپاره دې قبايلي سيمو ته نړيوال سوله ساتي ځواکونه واستوي.
د عتيق الله په نوم يوه لاريون کوونکي وويل: "پښتون د ترهګر په نوم هم مړ او هم پړ پېژندل د منلو وړ نه دي او موږ د افغانستان ځوانان هم "د پښتون پسرلي خوځښت" ملاتړ کوو، پښتانه ترهګرپال نه، بلکې ترهګري ورباندې تپل شوې ده."
هغه زياته کړه چې د افغانستان ځوانان هم د پښتنو قبايلو تر څنګ "قيام" ته تيار دي.
د ناستې په پای پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې راغلي، دوی د قبايلي پښتنو د ټولو غوښتنو ملاتړ کوي او د جنګي جرمونو نړيواله محکمه غواړي چې په پاکستان کې د قبايلي پښتنو د نسل وژنې مخه ونيسي
په پرېکړه ليک کې راغلي: "پاکستان دې د تروريزم د حامي هېواد په نوم وپېژندل شي، قبايلي پښتانه د طالبانو او پاکستاني پوځ له خوا وژل کېږي، نو د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه بايد قبايلي سيمو ته ولاړ شي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن