کابل (پژواک، ٢٦ سلواغه ٩٦) : ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي چې په ٢٠١٧ کال کې تر لسو زرو زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه راپور نن د سلواغې په ٢٦مه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر (يوناما) او ددغې ادارې د بشري حقوقو د دفتر له خوا په ګډه خپور شو.
په راپور کې راغلي چې د ٢٠١٧ زېږديز کال په اوږدو کې د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال ١٠٤٥٣ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينې زياته کړې ده، د هېواد د بېلا بېلو سيمو په امنيتي پېښو کې ٣٤٣٨ تنه وژل شوي او ٧٠١٥ تنه ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن