ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې ۱۱ پولیس سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

20 Feb 2018 - 15:40
20 Feb 2018 - 15:40

لښکرګاه (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۹۶): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

په هلمند کې يوې باوري حکومتي سرچينې د کب په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پوسته په بشپړ ډول له منځه تللې چې له امله يې پنځه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

ده وويل چې په جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل شوى چې په نږدې کليو کې يو شمېر ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

بل لور ته د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په نادعلي کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې يواځې څو امنيتي سرتېري ټپيان شوي خو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواک دا هم وويل چې پوسته نه ده سقوط شوې او د طالبانو بريد هم پر شا تمبول شوى دى.

دغه راز په هلمند کې روغتيايي سرچينو پژواک ته وويل چې تېره شپه له نادعلي ولسوالۍ شپږ ټپيان ايمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.

خو سرچينې ونه ويل چې دغه کسان ملکي وګړي وو او که امنيتي سرتېري.

دغه راز په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په نادعلي، ګرشک او ګرمسېر ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

بل لور ته طالبان هم د نادعلي جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د نادعلي ولسوالۍ پر درېيو پوستو بريدونه کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version