ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو غلو ١٥٠ مسافر ولوټل

2 Mar 2018 - 14:34
2 Mar 2018 - 14:34

تالقان(پژواک،۱۱کب۹۶): د تخار ولايت چارواکي وايي چې وسله والو غلو ١٥٠ هغه مسافر چې له تخار څخه د کابل پرلور په څلورو موټرو کې سپاره وو، لوټلي دي .

د تخار د والي وياند سنت الله تېمور د کب په ١١مه پژواک اژانس ته وويل وسله والو غلو د هغو څلورو ٣٠٣موټرو مسافر چې له تخار څخه کابل ته روان وو، نن سهار لوټلي دي .

نوموړي زياته کړه چې وسله والو غلو ددغو کسانو موټر د رستاق ولسوالۍ د اوزن کوتل  په سيمه کې درولي او د ټولو مسافرو پيسې، ټيلېفونونه  او نور قېمتي توکي يې ترې وړي دي .

 هغه وويل چې په دې اړه هڅې پيل شوې دي ترڅو ياد غله ونيول شي.

 د رستاق ولسوالۍ يوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم يې خپور شي پژواک ته وويل چې وسله والو غلو نن سهار څلور نيمې بجې څلور مسافر وړونکي موټر درولي او د ټولو مسافرو پيسې او قېمتي توکي يې ترې وړي دي.

 هغه زياته کړه چې په يوه موټر کې يې ورور هم و چې غلو ترې لس زره افغانۍ او ټيلېفون وړي دي.

دده په خبره چې په دې څلورو موټرو کې ١٥٠تنه مسافر سپاره وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version