ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د چورلکې غورځېدو پېښه کې ٥ بهرنيان ټپيان شوي

5 Mar 2018 - 09:11
5 Mar 2018 - 09:11

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٦) : د کابل " مارشال فهيم دفاعي پوهنتون" کې د بهرنيانو د يوې چورلکې د غورځېدو له امله پنځه بهرنيان ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري د کب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون  ناوخته د مارشال فهيم دفاعي پوهنتون په ساحه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د بهرنيو ځواکونو يوه قراردادي چورلکه له ياد شوی پوهنتون څخه تر  الوتو  څو شېبې پس بېرته غورځېدلې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه تنه بهرني قرارديان ټپيان دي، خو د هغوى د هويت په اړه يې معلومات نه درلودل.

په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت وياند ټام ګريسبيک پژواک اژانس ته د يادې پېښې د پخلي ترڅنګ وويل چې  پېښه کې د ناټو کارکوونکو ته کوم زيان نه دى اوښتى او نه هم چورلکه د دوى اړونده ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version