ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګارنیزیو په مزارشریف کې د خپلسرو نا مسووله وسله والو مخنیوی نه شي کولی

7 Mar 2018 - 17:52
7 Mar 2018 - 17:52

مزارشريف (پژواک، ۱۶ کب ۹۶): د بلخ د مزارشريف اوسېدونکي وايي، د ښار د امنيت ساتنې او د خپلسرو نا مسوولو وسله والو د مخنيوي لپاره جوړ شوی ګارنيزيون خپله دنده په ښه توګه نه شي ترسره کولی.

د عطامحمد نور او حکومت تر منځ د مخالفت له پيلېدو را وروسته ورځ تر بلې د مزاشريف ښار امنيتي حالت په خرابېدو دی چې له امله يې څه موده وړاندې په ښار کې امنيتي ګارنيزيون جوړ شو.

د شمال زون د شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي وايي، د ټولو امنيتي ارګانونو په همغږۍ په مزارشريف ښار کې ښاري امنيتي ګارنيزيون جوړ شوی چې اصلي دنده يې د خپلسرو وسله والو او په ښار کې د غير قانون موټرو ګرځېدو مخنيوی دی.

د هغه په وينا، دوی مسووليت لري چې خپله دنده په سمه توګه پرته له کوم فشاره ترسره کړي.

خو د مزارشريف ښار اوسېدونکي وايي، جوړ شوي ګارنيزيون تر دې دمه کومه نتيجه نه ده ورکړې.

احمد فهيم وايي چې لا هم په ښار کې غير مسوول وسله وال ګرځي.

نوموړي زياته کړه: ((زه شاهد يم چې په بلخ کې زورواکي شته چې له ځان سره غير قانوني وسلې ګرځوي او غير قانوني موټرو کې ګرځي.))

د هغه په خبره، که چېرې ګارنيزيون پايله لرلی، نو دغه ډول خلک بايد اوس نه وای.

د ښار بل اوسېدونکى محمد جميل بيا په جوړ شوي ګارنيزيون بې باوره  دى او وايي، د شته فشارونو له امله خپله دنده سمه نه شي ترسره کولی.

نوموړي زياته کړه، په ښار کې داسې کسان شته چې که مخنيوى يې د حکومت مشران ونه کړي، نو دغه ډول ګارنيزيون يې مخنيوی نه شي کولی.

بلخوا د ولايتي شورا وکيل ذبيح الله کاکړ وايي، ګارنيزيون ته د جوړېدو پر مهال ويل شوي وو چې له هېچا بايد وېره ونه کړي.

نوموړي پژواک ته وويل، د بلخ ولايت مقام او ولايتي شورا د ګارنيزيون د جوړېدو پر مهال په دې ټينګار کړی و چې بايد د هر هغه چا مخه ونيول شي چې غير قانوني وسلې ګرځوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version