ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: موږ له بې اصوله او وحشيانه جګړې سره مخ يو

10 Mar 2018 - 18:54
10 Mar 2018 - 18:54

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٦): د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د جګړې لورى بدل شوى او اوسمهال افغانستان له بې اصوله او وحشيانه جګړې سره مخ دى، خو امنيتي ځواکونو همېشه د دښمن د شومو موخو مخنيوى کړى دى.

 ولسمشر نن کابل کې د ملي امنيت د چټکې قطعې او ځانګړې قطعې د ګډې عمومي قوماندانۍ د پرانېستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، د يادې قوماندانۍ له رامنځته کولو موخه د افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ غوره نظم رامنځته کول دي.

 هغه د دې خبرې په څرګندولو سره چې د هېواد پوځ په زړورتيا کې کوم شک نه تر سترګو کېږي، څرګنده کړه چې د دغو ځواکونو زړورتيا او کړنې بايد باتدبيره وي، ځکه د خلکو له مال او ځان ساتنه کوي.

نوموړي ځانګړو امنيتي ځواکونو ته په خطاب کې وويل: "د ځانګړو ځواکونو عمليات د دې لپاره ډېر مهم دي چې د افغانانو د دښمنانو زړونه يې ترې اخيستې دي، تاسو د افغانستان زمريان ياست او دښمن له تاسو څخه د ګيدړانو په څېر تښتي او په ډېرو کمو امکاناتو ډېر څه ترلاسه کوئ."

 هغه څرګنده کړه، ځانګړو قطعو په ډاګه کړه چې زمريان دي چې دښمن يې د نوم په اورېدو سره لړزيږي، ډار له دې امله نه دى چې ځانګړي ځواکونه مجهز او پر هر څه سمبال دي، بلکې پياوړى ايمان لري.

 هغه وويل: "د ملي امنيت منسوبين د قانون حاکميت ته ژمن دي او په ملي امنيت کې شکنجه او غيرانساني اعمال شتون نه لري او تاسو هغه کسان ياست چې هيڅکله هم څوک درباندې د شکنجې تور نه شي لګولى، ځکه ملي ارزښتونو ته ژمن ياست او دا مه هېروئ چې تاسو د دې خاورې رښتيني بچيان ياست."

 ولسمشر د دې خبرې په څرګندولو سره چې له ملکي مرګ ژوبلې مخنيوى د ملي يووالي حکومت له ژمنو بلل کېږي، وويل چې له ملکي مرګ ژوبلې بايد ډډه وشي.

 ولسمشر د هېواد د نظامي ځواکونو سياست يو ملي سياست وباله او ويې ويل: "لکه څرنګه چې د هېواد پوځي ځواکونه په ملي تعهد سره راغلي، ستاسو سياست هم يو ستر ملي سياست دى او کله چې زموږ په اتل ملي او دفاعي ځواکونو کې څوک شامليږي، خپل کوچني سياستونه يوه ستر ملي سياست ته پرېږدي."

 هغه څرګنده کړه: "د جګړې بڼې بدلون کړى، دغه جګړه په موږ تپل شوې، موږ اوسمهال له بې پولې، بې اصولو او وحشيانه جګړې سره مخ يو او له ملي امنيت او نورو نظامي ځواکونو مننه کوو چې همېشه يې د دښمن د شومو موخو مخنيوى کړى دى."

ولسمشر د خپلو خبرو په دوام کې وويل، د هېواد امنيتي شرايط د بشپړوالي ښه والي خوا ته روان دي، خو بيا افغانستان له ستونزو سره مخ دى.

 د ملي امنيت عمومي مشر محمد معصوم ستانکزي د ملي امنيت ځواکونو په ځانګړي ډول ځانګړو قطعو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل: "دغه ځواکونه په دې توانېدلي چې لسګونه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوري او سلګونه هغه کسان چې د خلکو د وژلو هوډ يې درلود ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري."

 نوموړي د هېواد د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږۍ رامنځته کولو ته په اشارې سره وويل، ملي امنيت خپلې کړنې له دفاع او کورنيو چارو وزارت سره په همغږۍ پر مخ بيايي او ډېر هغه وسايل او تجهيزات چې د نړيوالو همکارانو له لوري امنيتي ځواکونو ته ورکړل شوي، د هېواد ځواکونو ته لا ډېره غښتلتيا ورکړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version