ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د اراضي اداره د ځمکو د جعلي اسنادو څېړلو پروسه پيلوي

11 Mar 2018 - 17:26
11 Mar 2018 - 17:26

مزارشريف (پژواک، ۲۰ کب، ۹۶): د بلخ ولايت د اراضي رياست مسوولين وايي، د ځمکو د جعلي اسنادو څېړلو پروسه به پيلوي، خو د بلخ ولايتي شورا غړي ياده اداره په دغه چاره کې بې وسه ګڼي.

د ارضي اداره ژمنه کوي چې ډېر ژر به د غاصبينو نوملړ له رسنيو سره شريک کړي، خو وکيلان فکر کوي چې د زورواکو پر وړاندې به ياده اداره څه ونه شي کړای.

د کب په ۲۰مه په بلخ ولايت کې د اراضي رياست لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې. دغه ودانۍ به د څلوېښتو خونو په لرلو سره په څلورو پوړونو کې جوړه شي.

د يادې ادارې رييس شېرشاه هوتک د دغو مراسمو په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حکومت د پرېکړې له مخې، له دې وروسته د ځمکو د اسنادو څېړلو دنده دوی ته سپارل شوې ده.

له دوی وړاندې دغه چاره محکمې پر مخ وړله.

نوموړي زياته کړه: ((ډېری ځمکې اسناد لري چې په ښکاره قانوني حيثيت لري؛ خو څېړلو ته يې اړتيا ده چې بايد تصفيه کړای شي.))

د هغه په وينا، دوی په هغو دولتي ساحو کار پيل کړی، چې ځمکې په کې غصب شوي او بېلا بېلال اسناد ورته جوړ کړای شوي دي.

هوتک وويل، دوی به غصب کړای شويو دولتي ځمکو ته د محکمو له خوا ورکړل شوې قبالې مسترد اعلان کړي او د اسنادو په سمې څېړنې به کار پيل کړي.

خو د بلخ ولايتي شورا غړي وايي، دغه اداره د ځمکو د اسنادو په برخه کې د حق او باطل معلومولو وړتيا نه لري.

د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد پژواک ته وويل، په بلخ کې ډېری ځمکې له دوو تر درېيو قبالې لري؛ له دې معلومېږي چې دلته ځمکو ته جعلي اسناد هم صادر شوي دي.

حديد وويل: ((زه فکر نه کوم چې په داسې حالاتو کې دې د بلخ اراضي اداره د حق او باطل معلومولو وړتيا ولري.))

نوموړي زياته کړه چې شوې ژمنې به همداسې ژمنې پاتې وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version