ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند او خوست کې ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

12 Mar 2018 - 13:27
12 Mar 2018 - 13:27

خوست- لښکرګاه (پژواک، ٢١ کب ٩٦): په خوست او هلمند ولايتونو کې دولتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند يوې دولتي باوري  سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د کب په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره  شپه د ناوې ولسوالۍ په خسراباد سيمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړه پر مهال پر يوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

سرچينې وويل چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او هاوان د ملي اردو له قرارګاه فير شوى و.

دغې امنيتي سرچينې وويل چې په جګړه کې يو د ملي اردو سرتېرى هم وژل شوى دی.

خو رسمي سرچينې نا خبري ښيي.

بلخوا د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې د دغه ولايت په مرکز کې ناپېژاندو وسله والو د پوليسو يو افسر له يوه بل کس سره ويشتلی او وژلی دی.

سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې یو ساتنمن او ملګری یې تېر ماښام د خوست په مرکز متنون کې يوې مېلسمتيا ته تللي وو چې د بېرته راتګ پر مهال پرې ناپېژاندو وسله والو بريد کړی دی.

سرچينې زياته کړه چې دغه وژل شوی افسر د خوست د پخواني امنيه قوماندان د تره زوی او له هغه سره يې د ساتونکي په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ويلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version