ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميمنې-مزار لويه لار له يوه کال وروسته د موټرو او دولتي کارکوونکي پر مخ خلاصه شوه

17 Mar 2018 - 19:58
17 Mar 2018 - 19:58

ميمنه (پژواک، ٢٦ کب ٩٦): د فارياب امنيتي چارواکي د ميمنې-مزار لويې لارې چې د طالبانو د فعاليتونو له امله د دولتي کارکوونکو او موټرو پر مخ تړلې وه، د خلاصون خبر ورکوي.

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت ګل کړوخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، د نويد ٨ عملياتو په دوام او د دغه ولايت د خواجه سبزپوش او شيرين تګاب ولسواليو په پاکولو سره د دولت اباد ولسوالۍ په بازار کلا سيمه کې د طالبانو د وروستي کمربند په له منځه وړلو سره دغه لار پرانيستل شوه.

ده زياته کړه، په دغو عملياتو کې د کومانډو، ملي اردو، د پوليسو ځانګړې قطعې او د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو ګډون درلود چې د هوايي ځواکونو له لوري يې ملاتړ کېده او دغه ځواکونه په شيرين تګاب ولسوالۍ کې له څو ساعته جګړې وروسته دولت اباد ولسوالۍ ته تللي دي.

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان وويل، په نننيو عملياتو کې د طالبانو د ډلمشرانو په ګډون له ٢٠ زيات وسله وال ټپيان او وژل شوي، خو امنيتي ځواکونو او ملکيانو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

نوموړي د فارياب خلکو ته ډاډ ورکړ چې امنيتي ځواکونه له ميمنې ښار تر قرمقول ولسوالۍ پورې مېشت شوي او خلک له دې وروسته کولى شي له کومې اندېښنې پرته د مزار-کابل لويې لارې ترمنځ تګ راتګ وکړي.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور وويل، په نويد ٨ عملياتو کې شاملو ځواکونو د شيرين تګاب ولسوالۍ شاوخوا ٢٠ کلي د طالبانو له شتون پاک کړي دي.

دلاور وويل، تورت کول، بلوچ، قاضي قشلاق، دروازه کم، قرچه، امام جبار، ګوراوغلي، چغنو، عظيم اباد، د جنرال ملک قصر سيمه او د شيرين تګاب ولسوالۍ د فيض اباد کلي يې د وسله والو مخالفينو له شتون پاک کړي چې په کې څلور طالبان وژل شوي، ١٢ نور ټپيان او دغه راز زياته اندازه چاودېدونکو توکي ترلاسه شوي دي.

پژواک ډېره هڅه وکړه چې د يادې لارې د خلاصون او د دوى کسانو ته د مرګ ژوبلې نظر له ځانه سره ولري، خو بريالي نه شو.

د ميمنې-مزار شاوخوا پنځوس کيلومټره لويه لار په خواجه سبز پوش، شيرين تګاب او دولت اباد ولسواليو کې له تېر يوه کال راهيسې د دولتي کارکوونکو او موټرو پر مخ تړلې وه.

د دولت اباد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد داود پژواک ته وويل، امنيتي ځواکونو د دوو ساعتونو نښتې په ترڅ کې دغه لويه لار د وسله والو مخالفينو له شتون پاکه کړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version