ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو مدني بنسټونو د کانونو په قراردادونو کې د روڼتيا غوښتنه وکړه

19 Mar 2018 - 20:12
19 Mar 2018 - 20:12

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٦): يو شمېر مدني بنسټونو له شرکتونو په ځانګړي ډول امريکايي شرکتونو سره د کانونو د قراردادونو د روڼتيا غوښتنه کړې او دغه راز يې په دې اړه خلکو ته د معلوماتو وړاندې کولو او د کانونو سکټور د ظرفيت لوړولو غوښتنه کړې ده.

حکومتي چارواکي وايي، په ټولو قراردادونو کې روڼتيا په پام کې نيول کېږي او قراردادونه به د هېواد ملي ګټو ته په پام سره هغو شرکتونو ته ورکړل شي چې اړين معيارونه يې پوره کړي وي.

د افغانستان د روڼتيا څار ټولنې مشر سيداکرام افضلي نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، بهرنيو رسنيو په دې وروستيو کې د کانونو د قراردادونو په اړه خپرونې درلودې، خو افغان حکومت تر اوسه پورې په دې اړه له ملت سره کافي معلومات نه دي شريک کړي.

نوموړي د سترو قراردادونو په اړه له خلکو سره د معلوماتو شريکول ډېر مهم وبلل او ويې ويل: "د افغانستان د کانونو مرستيال وزيره کاناډا او امريکا ته سفرونه کوي او له خپل سفر وړاندې خلکو ته هيڅ ډول معلومات نه ورکوي او کله چې له سفر راګرځي، هيڅوک ترې نه خبريږي او په دې اړه هيڅ نه وايي چې چېرې تللې وه او څه يې وکړل، له امريکايي شرکتونو سره يې د څه په اړه خبرې کړې وې او څه ډول مخ ته تللي او امريکايي شرکتونه به په کومو شرايطو سره افغانستان ته راشي، د ورته وضعيت دوام پر حکومت د خلکو د باور له لاسه ورکولو لامل کېږي."

هغه زياته کړه: "زموږ اندېښنه دا ده چې افغان حکومت اوسمهال د کانونو په ځانګړي ډول د سترو کانونو قرارداد ته هيڅ چمتووالى نه لري او کوم ګام چې په اوسني وضعيت کې له دې پرته چې د روڼتيا رامنځته کولو په موخه اصلاحات په پام کې ونيول شي، داسې يو ګام چې د افغانانو په زيان به وي او موږ له حکومت غواړو، د قراردادونو له لاسليک وړاندې له خلکو سره مشورې وکړي او دوى ته بشپړ معلومات ورکړي."

دغه راز نوموړى وايي، افغان حکومت بايد د قراردادونو له لاسليک وړاندې د کانونو په سکټور کې ظرفيتونه لوړ کړي او په دغه سکټور کې اړين اصلاحات رامنځته کړي.

د افغانستان د روڼتيا څار ټولنې مشر زياته کړه: "زموږ ځانګړې اندېښنه دا ده چې که چېرې افغان حکومت امريکايي شرکتونو ته لومړيتوب ورکوي، دغه لومړيتوب بايد د افغانستان ملي ګټو په ټينګښت سره وي او له شک پرته کله چې زموږ ملي ګټې ټينګې شي او موږ به د ډېرې ګټې قراردادونه ولرو او د ډېرې ګټې قراردادونه د داوطلبۍ له لارې رامنځته کېدلى شي، دغه مهال کولى شو چې د کانونو له لارې ډېره ګټه ترلاسه کړو او زموږ کانونه به په غوره توګه ايستل کېږي، نه دا چې موږ د ولسمشر ټرامپ د خوشالولو لپاره له روڼتيا پرته له امريکايي شرکتونو سره قرادادونه لاسليک کړو، ځکه په اوسنيو شرايطو کې د کانونو وزارت سکټور ډېر کمزورى دى او موږ نه شو کولى دغه زيانونه پر ځان ومنو او دغه کار به د افغانستان خلکو ته هيڅکله هم د منلو وړ نه وي."

هغه وايي، مدني بنسټونه له ولسمشر غني غواړي له دې وړاندې چې دغه قراردادونه له امريکايي شرکتونو سره لاسليک کړي، بايد د روڼتيا او حساب ورکولو ټول مسايل په پام کې ونيسي.

نوموړي زياته کړه: "په اوسني وضعيت کې چې د کانونو وزارت د څارنې وړتيا نه لري، له پراخ فساد سره مخ دى او په اوسنيو شرايطو کې چې دغه وزارت نه شي کولى موږ ته د عوايدو په برخه کې کره شمېرې راکړي، له شک پرته يو سخت خطر موجود دى چې له شرکتونو دې ناوړه ګټه پورته شي او دا ډول وضعيت ډېر روښانه دى چې وزارت د سترو قراردادونو لاسليک ته چمتو نه دى."

افضلي زياته کړه: "زموږ ځانګړې اندېښنه د ايريک پرنس د څرګندونو په اړه ده چې نوموړى د بلک واټر بدنام شرکت مشر و او ويل کېږي چې نوموړى لېواله دى په افغانستان کې د کانونو ستر قراردادونه ترلاسه کړي، موږ هيله من يو، څه يې چې ويلي، د نوموړي يو شخصي نظر وي او افغان حکومت بايد په دې اړه خپلو خلکو ته سپيناوى وړاندې کړي چې ورته خلک به د افغانستان په قراردادونو کې لاس ونه وهي."

د هغه په وينا، ايريک پرنس ويلي چې د افغانستان له کانونو به د جګړې د دوام لپاره ګټه پورته شي.

افضلي وايي، افغان حکومت بايد په دغه برخه کې هم خلکو ته سپيناوى وړاندې کړي؛ له هغه پرته ورته اوازې او افواهات کولى شي په هېواد کې ستره بدبختي رامنځته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version