ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې یوې مېرمن د ډاکټرانو د بې پامۍ له امله ژوند له لاسه ورکړ

27 Mar 2018 - 18:38
27 Mar 2018 - 18:38

تالقان (پژواک، ٧ ورى ٩٧): د تخار ولایت د دشت کلا ولسوالۍ یو اوسېدونکی ادعا کوي چې مېرمن یې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز  د ډاکټرانو د بې پامۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عبداللطیف پژواک خبري اژانس ته وویل چې مېرمن یې د زېږون پر مهال د ولسوالۍ په روغتیايي مرکز کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ده زياته کړه، کله يې چې خپله مېرمن د زېږون لپاره یاد روغتیايي مرکز ته راوسته، یو ډاکټر هم نه و چې مېرمنې سره یې روغتیايي مرسته وکړي.

د هغه په خبره، مېرمن یې روغتیايي مرکز کې څو ساعته د ډاکټر په تمه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د تخار د عامې روغتیا رییس بيا د دغې موضوع د څرنګوالي په اړه بې خبري څرګندوي او زیاتوي چې د روښانتیا لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

نوموړی وايي، هر هغه چا چې په دې اړه ناغېړي کړې وي، قانوني چلند ورسره کوي.

خو د ادا موسسې رییس ډاکټر ولي محمد راسخ چې د عامې روغتیا ټولې چارې سمبالوي، وایي چې وژل شوې مېرمن انیسه نومېږي او د دشت کلا ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د نوکري قابلې د بې پامۍ له امله يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ده په وينا، یاده قابله یې له دندې ګوښه کړې او د موضوع په اړه د دوی پلټنې پیل شوې دي.

مخکې تر دې هم په مرکز تالقانو کې یو خصوصي روغتیايي مرکز د عامې روغتیا له لوري، وروسته له هغه وتړل شو چې یوه مېرمن په کې د ډاکټرانو د بې پامۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و؛ خو دغه روغتون څو میاشتې وروسته بېرته خپلې چارې پیل کړې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version