ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين: بادغيس کې پنځه مسافر د طالبانو له خوا بېول شوي

30 Mar 2018 - 09:44
30 Mar 2018 - 09:44

قلعه نو (پژواک، ١٠ ورى ٩٧): د بادغيس مسوولين وايي چې د دې ولايت په مرکز کې طالبانو پنځه مسافر له موټره ښکته کړي او له ځان سره بېولي دي.

د دې ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت آمر سمونيار غلام سرور حيدري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ مازيګر کابو ٥:٣٠ بجې د مسافرينو يو موټر له هرات څخه د بادغيس په لوري روان و، چې د بادغيس د مرکز قلعه نو اړوند د لامان په ندامي سيمه کې طالبانو درولى او پنځه مسافرين يې ترې ښکته کړي دي.

ده زياته کړه، دغه کسان ټول ملکي وګړي دي او اوسمهال په بنديخک سيم کې له طالبانو سره دي، خو امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې ياد شوي کسان را خلاص کړي.

بنديخک د قلعه نو په شاوخوا پنځوس کيلومترۍ کې پرته سيمه دې چې د طالبانو په واک کې ده.

د لامان سيمې يوه اوسېدونکي مولوي عبدالرووف، پژواک ته تاييد کړه چې دغه پنځه واړه کسان پرون مازيګر د طالبانو له خوا بېول شوي او لامل يې هم ښايي مادي موضوع وي، ځکه دغه کسان په سوداګريزو چارو بوخت وو.

خو طالبانو په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version