ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وژل شوو دوو ښځینه پولیسو وارثینو ته اپارتمان ورکول کېږي

5 Apr 2018 - 17:09
5 Apr 2018 - 17:09

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٧): د ولسمشر د حکم پر بنسټ د وسله والو مخالفینو له لوري د بدخشان ولایت د دوو ښځینه وژل شوو پولیس افسرانو وارثینو ته اپارتمان ورکول کېږي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته را رسېدلی دی.

سرچينه کاږي، د تاج محمد لوڼې نور‌ حیا او منورا، د فیض‌ اباد ښار د دهن ‌آب اوسېدونکې دوه ښځینه پولیس افسرانې وې چې د ۱۳۹۶ کال د چنګاښ په ۷مه نېټه د وسله والو له خوا ووژل شوې.

سرچينه زياتوي، پر همدې اساس د کورنیو چارو وزارت د وړاندیز او د ولسمشر محمد اشرف غني په منظورۍ، د هغوی وارثینو ته په کابل ښار کې د ۱۹۳ متر ‌مربع مساحب په اندازه د پنځو خونو یو اپارتمان ورکول کېږي.

په دغه حکم کې مالیې او د ښار او کور جوړونې وزارتونو ته لارښونه شوې چې ژر تر ژره دغه اپارتمان د هغوی وارثینو ته وسپاري.

خو په خبرپاڼه کې يادو شوو وارثينو ته د اپارتمان د ورکولو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version