ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د پاکستانيو بريدونو پر ضد د پرلت خېمه ودرول شوه

7 Apr 2018 - 19:04
7 Apr 2018 - 19:04

اسعد اباد (پژواک، ١٨ ورى ٩٧) : په کونړ ولايت کې لسګونوځوانانو د پاکستان د توغندیزو بریدونو په غبرګونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه د پرلت خېمه ودروله.

دغه لسګونه ځوانان چې دمرکز اسعدباد په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلي چې د پاکستانيو بريدونو غندنه يې کوله.

ددې پرلت يو تن غړي قیام خیام د وري په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دوى دغه خېمه ددرېيو موخو لپاره درولې ده.

هغه زياته کړه : ((په لومړي سر کې پر کونړ د پاکستاني پوځیانو توغندیز بریدونو غندنه ، د هلمند د سولې له خېمې او په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې له روان غورځنګ څخه ملاتړ شامل دى.))

نوموړی زیاتوي، څو پورې چې غوښتنې يې منل شوې نه وي، دوى به دلته ناست وي.

خيام وايي، پښتانه ترهګر نه دي، بلکې پردوی ترهګري تپل شوې ده.

د خېمې بل ګډونوال جنت ګل فدا وایي: (( زموږ کوز پښتانه هلته د پنجاب له ظلمونو په تنګ راغلي او دلته په موږ هم ظلم انتها ته رسېدلى ده ، پر کونړ بریدونه روان دي، د پنجاب له لاسه مو ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر ناستې دي او پر موږ بریدونه کوي.))

د الومړى ځل نه دى چې دکونړ اوسېدونکي  دپاکستان دبریدونو په غبرګون غږپورته کوي، شپږ کاله مخکې ددې ولايت اوسېدونکو د پاکستانيو بريدونو پر ضد شل زره لاسليکونه راټول کړي وو.

د کونړ د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، يواځې په تېره اوونۍ کې پاکستانيو ځواکونو پر دې ولايت  زر توغندي توغولي چې له امله يې اووه ملکي وګړي ټپيان شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version