ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ځینو ولایتونو کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

12 Apr 2018 - 11:56
12 Apr 2018 - 11:56

جلال اباد- محمودراقي- کندوز (پژواک، ۲۳ وری ۹۷): په ننګرهار، کاپيسا او کندوز ولايتونو کې د عملياتو او نښتو پر مهال يو شمېر سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز د عملياتو په ترڅ کې د يو سرګروپ په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د وري په ۲۳مه پژواک ته وويل، د حصارک ولسوالۍ په ميا صاحب سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز عملیات کړي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د سرګروپ خاکسار په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.

د مشرقيوال په وينا، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يو پيک اپ موټر، دوه موټرسايکلونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي.

دی زياتوي، همدا راز د وسله والو مرکز په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او په سيمه کې له څلور وسله والو طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې شپږو وسله والو مخالفينو او شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز ولايت مقام له خوا پژواک  ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په کنجک سيمه کې د سيمه ييزو پولیسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د پوليسو په ځوابي بريد کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

دغه راز په دې نښتو کې يو پوليس هم وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

بلخوا د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال يو شمېر کلي له وسله والو پاک شوي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک ته وويل چې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا دغه عمليات دوه ورځې مخکې په نجراب کې پيل شوي او تر اوسه ١٢ کلي پاک شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version